یو کال وړاندې، په کابل کې ۱۹ کلنه شیبا فیصل نه پوهېدله چې دا به ښوونځي ته له تګ څخه منع کیږي. طالبانو د خپلې دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې د نجونو پر ښوونې او روزنې بندیز لګولی دی.
شیبا په دولسم ټولګي کې وه، وايي، دا یې هیله وه چې ډاکتره شي او هېوادوال یې اړ نه وي چې د درملنې دپاره بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي.
شیبا وايي، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو په تړل کېدو خواشینې ده خو راتلونکي ته هیلې لري.
د هغې مشرې خور، نیلوفر فیصل د یو خصوصي شرکت په اداري برخې کې کار کاوه، خو اوس پر کور ناسته ده.
نیلوفر وايي، د خپلې کورنۍ د ډوډۍ پیدا کولو مسولیت لري او له کار روزګار پرته ورته ژوند ډیر سخت شوی دی.
طالبانو د نیلوفر فیصل په شان ښځې په ډیرو ادارو کې له کار کولو څخه منع کړیدي.
طالبان وايي دوی د نجونو د تعلیم ملاتړ کوي او په دې هکله به ډیر ژر خپل دریځ روښانه کړي او د نجونو ښوونځي به بیرته پرانیزي.
خو شیبا فیصل د دوی په ژمنو باور نه لري. هغې وویل: "دا خلک [طالبان] بهانې لټوي او موږ سره چل ول کوي. فکر نه کوم چې زموږ ښوونځي به بیرته پرانیستل شي."
شیبا فیصل ښوونځي ته د نه تګ باوجود خپل ځان مصروف ساتي. هغې اوس د شعر ویلو ته مخه کړیده، نوموړې وايي ډیرې ملګرې یې د غالۍ اوبدلو، خیاطۍ، ګلدوزۍ او لاسي صنایعو د جوړوولو په شان کارونو باندې ځانونه مصروف کړیدي.
دوی په دې هیله دي چې یوه ورځ به بیرته خپلې زده کړې پیل کړي او خپلې موخې به تعقیب کړي.