د «افغانستان د ځواکمنو ښځو اصلي غورځنګ» په تخار ولایت کې د طالبانو حکومت لخوا د ښځو حقوقو یوې فعالې د نیول کېدو خبر ورکړی دی او وايي چې تر دا مهاله یې برخلیک معلوم نه دی.
په کابل کې د پوهنتون یو استاد د نجونو او ښځو پر زده کړو د طالبانو حکومت د بندیز پرېکړې ته په غبرګون کې وايي، یوه لاسي کراچۍ یې چمتو کړې او له دې لارې غواړي چې د ښځینه محصلینو په ګډون خلکو ته زرګونه جلده کتابونه په وړیا توګه ورسوي.
د ثمیرا سیدي د ژوند غټ ارمان دا دی چې ژورنالسته شي. هغه د ننګرهار پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي د درېیم کال محصله وه او د خپل ارمان پوره کېدو ته ډېره نږدې شوې وه چې د پوهنتون دروازې یې پر مخ وتړل شوې.
د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، نړۍ باید د افغان نجونو او ښځو د بنسټیزو حقونو د ملاتړ لپاره لاس یو کړي.
د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د ۲۰۲۳ کال د تعلیم نړیواله ورځ په داسې حال کې د افغان نجونو او ښځو په نوم کړې ده چې په افغانستان کې د زرګونو افغان ښځینه ښوونکو او زده کوونکو پر مخ د ښوونې او روزنې دروازې تړل شوي دي. حلیمه هزاره دیبا له همدی جملې څخه ده.
یو کال وړاندې، په کابل کې ۱۹ کلنه شیبا فیصل نه پوهېدله چې دا به ښوونځي ته له تګ څخه منع کیږي. طالبانو د خپلې دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې د نجونو پر ښوونې او روزنې بندیز لګولی دی.
عبدالصمد امين او مېرمن سکينه امين په کال ۱۹۹۵ کې د پاکستان کراچۍ ښار ته له هيواده را کډه شول. هغوی د خپلو لوڼو د زده کرو لپاره سختې مزدوری وګاللې، ان تر دې چې هلمند کې یې ځمکه و پلورله او د لوڼو لپاره يې د ډاکټري او څلورو نورو لپاره يې د ماسټرۍ کولو زمينه برابره کړه.سالمین خپلواک پرې راپور چمتو کړی.
په افغانستان کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړه د طالبانو بندیز، د پاکستان د خیبرپښتونخوا په لسګونو هغه پیغلې له تعلیم څخه بې برخې کړي چې د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو کې یې د طب زده کړې کولې.
د زده کړو نړيوالې سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو سر منشي په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او تعليم د طالبانو حکومت بنديز "ظالمانه" بللى او د دغه محدوديتونو د ليري کېدو غوښتنه يې کړې ده٠
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه نیټه په افغانستان کې واک ته له رسیدو وروسته ورو ورو د ښځو د تعلیم او د هغوی د آزادۍ په وړاندې خپل مخکني سخت دریځ ته ستانه شول. طالبان استدلال کوي چې قوانین یې د اسلام څخه د دوی د تفسیر سره سم دي
د ملګرو ملتونو یو جګپوړي هیت افغانستان ته د خپل څلور ورځني رسمي سفر په پای کې جمعه جنوري ۲۰ (مرغومي۳۰) په یوې اعلامیې کې د طالب چارواکو د هغو فرمانونو لغوه کیدل غوښتي چې د میرمنو او نجونو حقونه پکې محدود شویدي.
نور پورته کول