د لاس رسي وړ اتصالات

شهزاده الحسین: د افغان ښځینه فوټبال غړو د ځورونو تورنه دې وڅېړل شي


د اردن د شاهي کورنۍ غړي او د فوټبال د نړیوال فدراسیون پخواني مشر او مرستیال علي بن الحسین د افغانستان د نجونو فوټبال لوبډلې د غړو د جنسي‌ او فزیکي ځورونې په اړه د راپورته شوو ادعاو په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

ګارډین ورځپاڼې تېره اوونۍ د افغانستان د ښځو د فوټبال په ټیم کې د یو شمېر سرچینو له قوله رپوټ ورکړ چې د ښځو د فوټبال د ملي ټیم د لوبغاړو په وړاندې په افغانستان کې دننه او هم د ٢٠١٨ کال په فبرورۍ کې د اردن د زده کړو په یو کمپ کې بد چلند شوی دی.

الحسین چې دا مهال د اردون د فوټبال فدراسیون مشر او همدارنګه د لوېدیځي اسیا د فوټبال فدراسیون بنسټ ایښودونکی هم دی، ویلي که چېرې دا ادعاوې ثابتې شي په وړاندې باید قوي غبرګون وښودل شي.

علي بن الحسین پر خپل ټوېټر پاڼه ویلي چې د ښځینه فوټبال غړو د عزت ساتلو لپاره دغه پلټنې اړینې دي.

د دې راپور له خپرېدو سره فیفا یا د فوټبال نړیوال فدارسیون هم وویل چې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې د غړو د جنسي او فزیکي ځورونې په اړه د شوو تورنو په اړه پلټنې کوي.

'فیفا' د افغان ښځینه فوټبال غړو د جنسي ځورونو ادعا څېړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم رویټرز آژانس ته ویلي چې د لویې څارنوالۍ له پرېکړې سره هم یو پلاوی په دې اړه څېړنې کوي.

خو افغانستان د فوټبال فدارسیون مسؤلینو بیا تېره ورځ د یوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال پر دغه فدراسیون د جنسي او فزیکي ځورونې په اړه لګېدلي تورونه رد کړه.

د دغه فدارسیون سکرټر جنرال وویل چې یاد تورونه یو شمېر کسانو د خپلو شخصي ګټو لمخې پر دوی لګولي دي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون دا تورونه رد کړي دي
د افغانستان فوټبال فدراسیون دا تورونه رد کړي دي

نوموړي وویل چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون چمتو دی چې لګېدلي تورونه د فوټبال له نړیوال فدارسیون سره په ګډه وڅېړي.

د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې د غړو د جنسي او فزیکي ځورونې په اړه د راپور له خپرېدو سره پر ټولنیزو رسنیو هم پراخ غبرګونونه ښودل شوی.

یو شمېر افغانانو پر ټولنیزو رسنیو د یادو تورنو د څېړلو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG