د لاس رسي وړ اتصالات

'فیفا' د افغان ښځینه فوټبال غړو د جنسي ځورونو ادعا څېړي


د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا هغه تورونه څېړي چې وایي، د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي ټیم د یو شمېر غړو په وړاندې جنسي او فزیکي ناوړه چلند شوی دی.

ګاردین ورځپاڼې په یو اوږد رپوټ کې لیکلي دي چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون یو شمېر نارینه غړو په دغو جنسي او فزیکي تېريو کې لاس درلود.

د ډنمارک د سپورتي کالیو جوړولو شرکت "هومل" چې د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي ټیم تمویلوي ویلي دي چې ددغو تورونو په غبرګون کې یې د افغانستان د فوټبال د ملي فدراسیون سره اړیکې شلوي.

دغه شرکت ویلي دي چې "دوی هم د افغانستان د فوټبال د ملي فدراسیون د نارینه غړو له لورې د ښځینه لوبغاړو پر وړاندې د رواني، فزیکي او جنسي بدرفتاریو" په هکله یې د تورونو سختې ادعاوی ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دغه رپوټ له خپرېدو نه څو ساعته وروسته د دوی پر وړاندې مطرح شوې ادعاوی په جدي توګه رد کړې دي.

دغه فدراسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې"د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ښځینه لوبغاړو په وړاندې د هر ډول ازار او ناوړه چلند د مخنیوي ملاتړ کړی دی او هېڅ ډول بد چلند نه زغمي".

اعلامیه زیاتوي چې:"د افغانستان د فوټبال فدراسیون ټینګار کوي چې دغه ادعاوی بې بنسټه دي او په هغه صورت کې چې دغه فدراسیون پوره شواهد او معلومات ترلاسه کړي په اړه به یې د بېړنیو اقداماتو او پلټنو له ترسره کولو نه ډډه ونه کړي."

"حساسه مسله"

د گاردین ورځپاڼې د افغانستان د ښځو د فوټبال په ټیم کې د یو شمیر سرچینو له قوله رپوټ ورکړی چې د ښځو د فوټبال د ملي ټیم د لوبغاړو په وړاندې په افغانستان کې دننه او هم د ٢٠١٨ کال په فبرورۍ کې د اردن د زده کړو په یو کمپ کې بد چلند شوی دی.

شبنم مبارز او خالده پوپل په ډنمارک کې
شبنم مبارز او خالده پوپل په ډنمارک کې

د افغانستان د ښځو د فوټبال د برخې پخوانۍ مسولې خالده پوپل [چې په ٢٠١٦ کې له افغانستان نه وتلې ده او په ډنمارک کې یې پناه اخیستې]، همداشان د ملي ټیم پخوانۍ لوبغاړې شبنم مبارز او مینا احمدي او د هغوی ترینرې کیلي لیندسلي د گاردین ورځپاڼې ته د لوبغاړو په وړاندې د بد چلند په اړه خبرې کړې دي.

د فوټبال د نړیوال فدراسیون یوې منبع د گاردین ورځپاڼې ته ویلي دي چې هغوی دغه ادعاوی له نژدې څاري.

د فوټبال د نړیوال فدراسیون یوه اعلامیه وایي"هغه جدي مسایل چې ذکر شوي د فیفا له لورې څېړل کېږي، له هغه ځایه چې ددې مسلې یو شمېر اړخونه حساس دي او د افرادو په مصونیت پورې تړلي دي د اړونده اړخونو څخه مو د ملاتړ غوښتنه کړې ده."

د هومل ورزشي شرکت هم په یوه اعلامیه کې لیکلي دي چې "مونږ (د افغانستان د فوټبال د فدراسیون سره) د قرارداد څخه د سرغړونو څرگند اسناد لرو او همداشان دا چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشرتابه د روان کال د فبرورۍ نه تر اوسه ددغو ادعاو په اړه خبر وو او هیڅ اقدام یې نه دی کړی، په دغه اسنادو کې د لوبغاړو سره نوي قرارداد کول هم شامل دي چې هغوی یې د زیاتو انساني اساسي حقونو نه بې برخې کړي دي."

XS
SM
MD
LG