د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سفارت د سولې د مذاکراتي ټیم د اعلان هرکلی وکړ


د امریکا سفارت وايي چې د پلاوي او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته به زمینه برابره کړي
د امریکا سفارت وايي چې د پلاوي او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته به زمینه برابره کړي

افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو پر مخ وړلو لپاره ۲۱ کسیز مذاکراتي پلاوی اعلان کړ.

په کابل کې د متحدو ایالتونو سفارت وایي چې د افغان حکومت له لوري د سولې د مذاکراتي ټیم اعلان د افغان سولې په بهیر کې یو مهم ګام دی.

دغه سفارت د جمعې په ورځ مارچ ۲۷ (وري۸) په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې دي امریکا اماده ده چې د دغې ډلې او طالبانو ترمنځ‌ مخامخ خبرو اترو اترو زمینه برابره کړي او په افغانستان کې د سولې په اړه خپله ژمنه عملي کړي.

افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو پر مخ وړلو لپاره د معصوم ستانکزي په مشرۍ ۲۱ کسیز مذاکراتي پلاوی اعلان کړ.

په اعلان شوي پلاوي کې معصوم ستانکزی، فاطمه ګیلاني، عبدالمتین بیک، فوزیه کوفي، ضرار احمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمد روسول، حبیبه سرابي، غیرت بهیر، محمد حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، مولوي عنایت الله بلیغ،باتور دوستم،کلیم الله نقیبي، محمد ناطقي، جنرال ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتي، خالد نور او ډاکټر امین احمدي شامل دي.

د جموري ریاست لخوا په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "دغه پلاوی چې له ډېر غور او له ټولو اړخونو او د ټولنې له اغېزناکو اقشارو سره تر سلا مشورو وروسته ټاکل شوی، له طالبانو سره د سولې مذاکراتو کې به د افغان حکومت استازيتوب وکړي."

ولسمشر محمد اشرف غني له یاد پلاوي څخه غوښتي چې د سولې خبرو ټول بهیر دهیواد لوړې ګټې، د افغانستان د خلکو ګډ ارزښتونه او د یو موټي افغانستان اصولي موقف په نظر کې ونیسي او هیواد ته د تلپاتې سولې راوستلو په برخه کې هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG