د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د طالب بندیانو خوشې کول افغان حکومت پورې اړه لري


د شمالي انتلانتیک سازمان یا ناټو ملکي استازی سر نیکولاس کی، وايي چې د طالب بندیانو د خوشې کولو مسله افغان حکومت پورې تړاو لري.

ښاغلي نیکولاس کی د چهارشنبې په ورځ د مارچ څلورمه (کب۱۴) امریکا غږ ته وویل: "د سولې بهیر او بین الافغاني مذاکرات ضروري دي... دا مذاکرات به افغانانو پورې تړاو ولري او د افغانانو په رهبرۍ به وي. دغه راز د بندیانو په اړه پوښتنه هم افغان حکومت پورې تړلې ده چې زندانیان په خپل بند کې لري".

نوموړي ویلي دی باور لري چې په دوحه کې د افغان حکومت استازي له طالبانو سره خبرو کولو ته تیار دي او د زندانیانو په اړه به هم بحث وکړي.

هغه زیاته کړه: "فکر کوم طالبان باید له هغوی سره خبرې وکړي. دا د افغانانو ترمنځ یو بحث دی. ناټو پورې هیڅ تړاو نه لري".

د بین‌الافغاني مذاکراتو له پیل څخه مخکې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کول د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې د تړون یوه برخه ده.

خو د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني ویلي چې د بندیانو خوشې کولو صلاحیت د امریکا نه بلکې یوازې د افغان حکومت واک دی. ښاغلي غني زیاته کړې چې د بندیانو آزادول د سولې بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره شرط نه دی.

د ناټو ملکي استازي په هلمند کې پر طالبانو د امریکا هوايی برید ته په اشارې وویل چې دا حمله "د افغان ملي ځواکونو د دفاع" لپاره شوې او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره خپل بریدونه ودروي.

د سر نیکولاس کی پر وینا په قطر کې د سولې د تړون له لاسلیک وړاندې د تاوتریخوالي د کمي اونۍ پر مهال طالبانو وښوده چې خپل جنګیالي کنټرولولی شي.

ښاغلي نیکولاس کی زیاته کړه چې ناټو د "افغانانو ترمنځ د سولې د تړون" تمه لري، خو په دغه تړون کې یې بشري حقونو، د ښځو حقونو او دموکراسۍ ته د درناوي په ګډون د ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG