د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت د پاکستان د بریدونو مقابل کې پر افغان پوځ د چمتووالی غږ کړی


د افغانستان دفاع وزارت د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشو تر بریدونو وروسته پر افغان امنیتي قواو د چمتووالي غږ کړی دی.

دفاع وزارت نن جمعه جولای۳۱(زمري۱۰) ویلي چې د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال محمد یاسین ضیاء افغان ځواکونو ته هدایت کړی چې د پاکستاني ملېشو د عمل مقابل کې د ځواب به توګه بالمثل اقدام وکړي.

د دفاع وزارت اعلامیه کې راغلي: "د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال محمد یاسین ضیاء د ۲۰۵ اتل، ۲۰۱ سېلاب او ۲۰۳ تندر قول اردوګانو ته لارښوونه کړې چې د پاکستاني ملېشو د عمل مقابل کې د ځواب په توګه بالمثل عمل ته لازم چمتووالی ونیسي. او پر ډیورند کرښه پراته افغان امنیتي قوتونه په سپکو او درندو وسلو سمبال کړي."

د افغانستان دفاع وزارت په اعلامیې کې راغلي چې د وسله وال پوځ د لوی درستیز د هدایت په اساس د هیواد هوايي قوا او خاص ځواکونو هم لومړۍ درجه احضارات نیولي چې د پاکستان د راکټي حملو د دوام په صورت کې په بالمثل عمل لاس پوري کړي.

دفاع وزارت ویلي چې په سپین بولدک کې د ملکي وګړو پر کورنو د پاکستاني ملېشو بریدونو کې ۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم ویلي چې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې رامنځته شوې پېښې په اړه به لازم اقدامات تر سره کړي.

یادې شورا نن جمعه د جولای۳۱(زمري۱۰) د پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او زیاته کړې ده چې افغان دولت دا قضیه له اړوند چینلونو په هر اړخیزه توګه تعقیبوي.

د ملي امنیت شورا پر خپل رسمي ټویټر پاڼه په دې اړه لیکل شوي:

افغان امنيتي چارواکي وايي چې تیره ورځ لومړی د پاکستان له لورې د لقمان او زاړه کلي پر سیمو د درنو وسلو ډزې شوي چې په ځواب کې افغان ځواکونو هم جدي غبرګون ښودلی دی.

د کندهار ولایت مقام بیا ویلي چې په دغه پېښه کې د یو ماشوم په ګډون ۱۵ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار والي حیات الله حیات تیره شپه د دغه پېښې له ټپيانو څخه د لیدنې پرمهال ویلي:"د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د بالمثل جواب لپاره چمتو دي او ټول نظامي قوتونه په لومړۍ درجه احضاراتو کي قرار لري، تر څو د دښمن د هر ډول تهدید او حملې په وړاندي بالمثل اقدام وکړي."

ستونزه د ډیورند د فرضي کرښې د پاکستان خوا ته د هغو زر ګونو مظاهره کونکو تر اقدام وروسته را ولاړه شوه چي د پاکستاني سرحدي ملېشه وو ځيني پوستو او تاسیساتو ته يې اور واچاوه.

په سپين بولدک کې افغان سرحدي کميسیاري وايي چې پاکستاني لوري ورسره ژمنه کړې وه چي نن به د چمن – سپین بولدک لار د هغو زرګونو افغان مسافرینو پر مخ پرانیزي چې له تیرو ۶میاشتو راهیسې په پاکستان کې بند پاته وو.

دغه مسافر د پرون ورځې راهیسې د پاکستان له کراچۍ، کوټې او د پېښور له ښارونو څخه چمن ته رسیدلي و او د لارې د خلاصون انتظار يې کاوه چي پاکستاني لوري پر کړې ژمنې عمل ونه کړ او مسافر د شدیدي ګرمۍ له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ وو چې وروسته د دغو افغان مسافرو په ملاتړ پرون مازیګر د چمن ښار اوسیدونکو زرګونو پښتنو د پاکستاني سرحدي ملېشه وو تاسیساتو ته اور واچاوه. پاکستاني ملېشه وو يې پر ځواب کې ډزې کړي او اوښکې بهوونکی ګاز يې کارولی دی.

د پاکستان حکومت تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG