د لاس رسي وړ اتصالات

اسلامي حزب سره د سولې موافقه لاسلیک شوه


له څه باندې دریو میاشتو خبرو وروسته نن افغان حکومت په کابل کې د اسلامي حزب سره د سولې موافقه لاسلیک کړه
له څه باندې دریو میاشتو خبرو وروسته نن افغان حکومت په کابل کې د اسلامي حزب سره د سولې موافقه لاسلیک کړه

د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې سند نن په کابل کې د افغانستان د سولې د عالي شورا، د افغان حکومت او د اسلامي حزب د استازو له خوا لاسلیک شو.

دا سند چې په دریو فصلونو او پنځه ویشتو مادو کې ترتیب شوی نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د سولې د عالي شوار د رئیس پیر سید احمد ګیلاني، د دغې شورا د استازي مولوي عطاالرحمان سلیم، د افغان حکومت په استازيتوب د ملي امنیت شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر، د اسلامي حزب د سیاسي دفتر رئیس غیرت بهیر او د دغه حزب د مرکچي پلاوي مشر محمدامین کریم له خوا لاسلیک شو.

ښکیلو خواوو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د دغه سند لاسلیک په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره یو مهم ګام وباله.

ټاکل شوې چې دا سند په دویم پړاو کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار له خوا هم لاسلیک او عملي شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس پیر سید احمد ګیلاني د دغه سند د لاسلیک پر مهال له دواړو غاړو څخه وغوښتل چې د سولې د موافقې موادو باندې عمل وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر په دغو مراسمو خلکو ته ډاډ ورکړ، چې له اسلامي حزب سره د سولې موافقه د ملي ګټو پر بنسټ شوې او دواړه خواوې د دغې موافقې عملي کولو ته ژمن دي.

ښاغلي اتمر وویل "لومړی مرحله په بریالیتوب سره پای ته ورسیدله، دویمه مرحله کې به دا سند د افغانستان ولسمشر او د اسلامي حزب مشر ته وسپارل شي او د هغوی له لاسلیک وروسته به مري الاجرا شي".

ښاغلي اتمر پر طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو هم غږ وکړ چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کښېني.

هغه له نړېوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د دغې مسودې په عملي کولو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي او هغه بندیزونه چې د اسلامي حزب په مشر ګلبدین حکمتیار او غړو یې لګیدلي، لرې کړي.

په دې مراسمو کې د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي مشر محمدامین کریم، د دغې موافقې لاسلیک یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره یو مهم ګام وباله او زیاته یې کړه، چې اسلامي حزب په دې سند کې خپلې حزبي غوښتنې نه بلکې د سیاسي هلو ځلو له لارې د افغانستان د کړکېچ هواری په پام کې نیولی دی.

غبرګونونه

د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې لاسلیک په کور دننه او بهر له ملاتړ او مخالفت سره مل وه.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دغې موافقې له لاسلیک څو شیبې وروسته په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي "لکه څنګه چې موږ له اسلامي حزب سره د سولې موافقه لاسلیک کوو، له طالبانو څخه غواړو چې د تاوتریخوالي پر ځای د سولې لار غوره کړي او خپله راتلونکې ښه او خوندي کړي".

د عدالت په نوم یو حزب هم له دغې موافقې ملاتړ څرګند کړی او د یو پریکړه لیک په خپرولو سره یې له افغان حکومت څخه غوښتي، هغه کسان چې په نظام کې دننه له سولې سره مخالفت کوي ولس ته یې وروپېژني او رسوا یې کړي.

خو له بلې خوا د افغانستان د همبستګۍ ګوند غړو د کابل ښار په شهر نو کې د اسلامي حزب سره د سولې د موافقې په مخالفت یوه اعتراضي غونډه وکړه او د ګلبدین حکمتیار ضد شعارونه یې ورکړل.

دغه ګوند د یو پریکړه لیک په صادرولو، ګلبدین حکمتیار ته د قضايي مصؤونیت د ورکولو پر ځای د هغه د محاکمې غوښتنه کړې.

په همدې توګه په کابل کې یو شمیر سفارتونو د دغې موافقې له لاسلیک هرکلی کړی.

کابل کې د امریکا سفارت چارواکو د یوې اعلامیې په خپرولو د دغې موافقې له لاسلیک کیدو ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې د دواړو خواوو ترمنځ د سولې موافقه به په افغانستان کې د جګړې پر پای اغیز وکړي.

دغه راز په کابل کې د انګلستان سفارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو د افغان حکومت او د اسلامي حزب تر منځ د سولې له موافقې هرکلی کړی. د دغه هیواد د سفارت په اعلامیې کې د سولې د موافقې پر رسمي او هراړخیز تطبیق باندې ټینګار شوی.

د امریکا او انګلستان سفارتونو په اعلامیو کې ویل شوي، چې هیوادونه یې د افغان سولې په تړاو له بین‌الافغاني خبرو څخه ملاتړ کوی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم د یوې اعلامیې په خپرولو د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې له موافقې ملاتړ کړی او د دغې موافقې د نتایجو په اړه یې خوشبینې څرګنده کړې ده.

د یوناما په اعلامیې کې راغلي، چې دغه اداره د ملي وحدت حکومت د ټولو هغو هڅو څخه چې په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره مرسته کوي، ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG