د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له پاکستان نه د کندهار د برید عاملین غوښتي


د کندهار د والي میلمستون
د کندهار د والي میلمستون

د افغانستان ملي امنیت له پاکستان نه غوښتي چې هغه درې کسان وروسپاري چې د کندهار د والي د مېلمستون په برید کې ګرم بلل کیږي او ددې پېښې د اصلي عامل سره یې د پاکستان په چمن کې لیده کاته کړي دي.​

د ملي امنیت رئيس معصوم ستانکزي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کندهار د والي د مېلمستون د برید اصلي عامل ددې مېلمستون اشپز سید محبوب اغا دی او هغه په خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

معصوم ستانکزي وویل چې دغه اشپز په چمن کې له دغو درېیو کسانو سره لیده کاته کړي وو.

هغه وویل نوموړی اشپز ته د دیرش زره امریکايي ډالرو او د ډیورینډ کرښې هاغې غاړې ته د یوه کور د ورکړې ژمنه هم شوې وه.

هغه وویل" زه یې هویت نه په ډاګه کوم، ولې د مختلفې کچې خلک دي، له پاکستان نه مو غوښتي، چې دا درې کسه چې د کندهار د والي د مېلمستون د برید له عاملینو نه دي، افغان حکومت ته وسپاري".

معصوم ستانکزي وویل چې د کندهار د والي د مېلمستون پېښه یې له عربي متحده اماراتو او د ایف بي ای سره یو ځای څېړلی ده.

د کندهار د والي په مېلمستون د تېر کال د جدي په مېاشت کې برید وشو، د عربي متحده اماراتو پنځه ډيپلوماټان، مرستیال والي او ځینې نور افغان ډيپلوماټان ځای په ځای ووژل شو، خپله والي ټپي شو او د اماراتو سفیر بیا وروسته له ټپونو ومړ.

د ملي امنیت رئیس دا ډول وویل چې د کندهار د والي د مېلمستون د برید د پلټنې لپاره یې ۶۵ عیني شاهدان، تورن او نور اړونده نیولي وو او تر پلټنې شوې دي " په هره کچه چې څوک وو تر پوښتنې شوي، حتی له والي نه هم".

معصوم ستانکزي دا هم وویل چې پدې برید کې د ټي این ټي او ار ډي ایکس په نوم دوه ډوله چاودیدونکي مواد کارول شوي وو.

توره بوړه

معصوم ستانکزي وویل د داعش له لوري د ننګرهار د پچیر اګام د تورې بوړې نیول یوه تبلیغاتي اړخ لري او د تورې بوړې له سمڅو د داعش جنګیالي غرونو ته تمبول شوي دي.

هغه وویل امنیتي ځواکونو پراخ عملیات کړي خو لا هم ددې سیمې په غرونو کې داعش جنګیالي شته.

ښاغلي ستانکزي دا هم وویل داعش جنګیالي تورې بوړې ته د نورو هغو سیمو نه مخه واړوله چې ځپل شوي وو.

هغه دا هم وویل چې داعش او طالبانو په توره بوړه کې سختې جګړې کړي دي.

د ملي امنیت رئيس وايي، چې د تېرو دو ورځو د عملیاتو په ترڅ کې د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د داعش له شتون نه پاکه شوې ده

XS
SM
MD
LG