د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت له طالبانو څخه د بنديانو لیست غوښتی


د افغانستان حکومت له وسله‌والو طالبانو سره د مشروط اوربند کولو د اعلان ترڅنګ، له دغې ډلې څخه د بندي طالبانو د نومونو لیست غوښتی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند محمد هارون چخانسوري د دوشنبې په ورځ (زمري ۲۹) خبریالانو ته وویل، چې تر اوسه یو طالب زنداني هم خوشې شوی نه دی، خو د هغوی د آزادولو پر سر بحثونه روان دي.

د ښاغلي چخانسوري پر وینا، د باور فضا د رامنځ ته کولو لپاره، د طالب بندیانو د خوشې کولو پر سر خبرې شوې دي.

هغه زیاته کړه "هیڅ ډول شی اوس نشته یا تعداد چې بندیان یې رها کیږي یا ایلا کیږي، د افغانستان حکومت له طالبانو څخه غوښتی دی، چې تاسې خپل لیست راکړئ، له هغې وروسته به د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونه، خصوصاً لویه څارنوالي به دا لیست ګوري او په هغه کټګوري او بخشونو کې چې د افغانستان حکومت قوانین اجازه ورکوي، چې بعضې بندیان ایلا شي او د افغانستان امنیت ته خطر نه وي، هغوی باندې به غور کیږي".

وسله‌والو طالبانو هم تیره ورځ په یوې اعلامې کې ویلي، چې له دغې ډلې سره د اسیرانو د بیرته خوشې کولو پر سر غور کوي او نن د دوشنبې په ورځ به پر شرایطو برابر یو شمیر بندیان آزاد کړي.

ښاغلي چخانسوري د طالبانو اعلامیې ته په اشارې وویل، طالبان باید د افغان حکومت د لیست پر بنسټ بندیان خوشې کړي "ترڅو چې موږ لیست نه وي ورکړی دوی کوم بندیان خوشې کوي، آیا هغه اسیران د حکومت دي ورسره که نه دي؟".

د هغه پر وینا، په دغې پروسه کې به هغه طالب بندیان، چې ناروغ او زاړه دي او یا د حبس موده یې پوره شوي وي، له زندان څخه خوشې کیږي.

خو ښاغلي چخانسوري ټینګار وکړ، چې د حکومت د پریکړې پر بنسټ په دغې پروسه کې د طالبانو د رهبرۍ د کچې غړي شامل نه دي.

XS
SM
MD
LG