د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت هم د عمر نري وژل کیدل تائید کړل


د داعش د ډلې قوماندان عمر نری د امریکایي هوایي ځواکونو په برید کې وژل شوی دی
د داعش د ډلې قوماندان عمر نری د امریکایي هوایي ځواکونو په برید کې وژل شوی دی

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د عمر خلیفه د وژل کیدو په باب خبریالانو ته د معلوماتو په وخت وویل، چې افغان حکومت هیچا ته دا اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په خلاف استعمال کړي او د پاکستان څخه یې هم تمه داده چې هغوی چې ددغه هیواد خاوره د افغانانو په خلاف کاروي ورته د خپلې خاورې د کارولو اجازه ورنه کړي.

جنرال وزیري وویل "مونږ هغه څوک چې په پاکستان کې هم بریدونه کوي په افغانستان کې ورته اجازه نه ورکوو، قطعآ مونږه څوګ نه پریږدو چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه وکړي. زمونږ ارزو همدا ده چې پاکستان هم همداسې وکړي، هغه څوک چې په افغانستان کې بریدونه کوي اوپه افغانستان کې حملات کوي دلته زمونږ هیواد ورانوي ، زمونږ پلونه، زمونږ سړکونه او مکتبونه ورانوي، زمونږ خلک وژني هغوی ته هم پاکستان اجازه ورنکړي چې زمونږ هیواد ته راشي ".

دمخه د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ سره په خبرو کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د عمر نري وژل تائید کړي وو او ویلي وو چې هغه د ننګرهار په ولایت کې وژل شوی دی.

جنرال وزیري وویل " په همدې نامه یو تن وژل شوی هرڅوک چې په ترهګریزو فعالیتونو کې بوخت وي ، مونږ یې په نښه کوو".

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه تیره ورځ د خپل ټویټر په پاڼه لیکي چې د عمر نري د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د وژل کیدو خبر په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف ته ورکړی دی.

خلیفه منصور چې د عمر نري او خالد خراساني په نوم هم یادیده په ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې د ماشومانو پرښوونځي یو ښوونځي او هم د روان عیسوي کال په لومړۍ میاشت کې د خبیر بښتونخوا ایالت په چهار صده کې پاچا خان په پوهنتون د یرید مسولیت په غاړه اخیستی وو.

په پیښور کې په ښوونځي په برید کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي او ښوونکي وژل شوي وو او د پاچا خان په پوهنتون په برید کې ۲۲ تنه چ زیات شمیر یې ددغه پوهنتون محصلین وو، وژل شوي وو.

د امریکا دفاع وزارت "پنټاګون" هم پرون د عمر نري د وژل کیدو د تایید په ترڅ کې ویلي چې د طارق گیډر د ډلې مشهور ترهگر عمر خلیفه د خپلو څلور تنو نورو ملگرو سره د ننگرهار په ولایت کې د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوی دی.

په افغانستان کې میشت امریکایي هوایي ځواکونو په ننگرهار کې د داعش د خراسان ولایت د غړو پر ضد بریدونه کوي. خالد خلیفه په پاکستان کې د پاچاخان پر پوهنتون باندې د برید په گډون زیات شمیر ترهگریز عملیات طرحه کړي وو.

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې د بې پیلوټه الوتکې دغه برید د ننګرهار په ولایت کې د جولای په نهمه ترسره شوی دی.

پخپله پاکستاني طالبانو ډلې لا تراوسه په دې هکله په رسمي توګه د عمر نري وژل نه دي تائید کړي.

XS
SM
MD
LG