د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت مستحقو کورنیو ته استوګنیزې ځمکې ویشي


افغان حکومت د وژل شوو امنیتي ځواکونو کورنیو، بې ځایه شوو او بیرته راستنیدونکو مستحقو کسانو ته ۱۶ زره استوګنیزې نمرې ویشي.

د افغانستان د ښار جوړونې او ځمکو وزارت وایي،چې د دولتي ځمکو بانک د پروګرام له مخې په ۱۲ زره جریبه ځمکه کې ۱۶ زره نمرې ډیزاین شوي او اړمنو کورنیو ته به وویشل شي.

د دغه وزارت ویاند او د اړیکو د دفتر مشر حشمت الله ناصري د پنجشنبې پر ورځ (وري ۲۹ مه) امریکا غږ ته وویل، چې د وژل شوو امنیتي ځواکونو کورنۍ، بې ځایه شوي او بیرته راستانه شوي کډوال په دغه پروګرام کې شامل دي.

د ښاغلي ناصري پر وینا د ویش لړۍ په هرات او ننګرهار ولایتونو کې پیل شوې ده.

هغه وویل "دا لړۍ اوس شروع شوې او اړمنو کسانو ته د فرمان له مخې موږ نمرې ویشو، په تیرو دریو څلور میاشتو کې موږ په دې وتوانیدو په هرات، کابل او ننګرهار کې د دولتي ځمکو د پروګرام له لارې د اړتیا وړ ځمکې د فرمان د معیارونو او شرایطو سره سم تشخیص کړو او د توزیع لړۍ موږ شروع کړې ده".

ښاغلي ناصري وویل، چې څه باندې ۵۵۰۰ جریبه ځمکه د هرات په شهرک سعادت کې ځانګړې شوې، چې لس زره او ۱۵۲ نمرې پکې ډیزاین شوي دي.

همدارنګه د ننګرهار په قاسم اباد او کابل په شکر دره کې په ترتیب۴ او ۳ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

دغه وزارت وایي، چې په پام کې ده د دولتي ځمکو پروګرام له لارې په ۲۵ولایتونو کې ۳۵ زره جریبه نوره دولتي ځمکه هم ځانګړې شي.

د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت هم وایي، چې په ۲۰۱۹ کال کې یې په دې کار پیل کړی، چې بې ځایه شوو او بیرته راستنیدونکو مستحقو کورنیو ته ځمکې وویشي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال رضا باهر په دې اړه وویل"ای او ایم اداره او یو اېن هبیټاټ له موږ سره په تخنیکي برخه کې مرسته کوي او وعده یې کړې، چې تر یوې نیمې میاشتې پورې به د بیرته راستنیدونکو د ثبت او راجستر مرحله پیل او یوه کمیټه به جوړه شي، چې له مخې یې مستحقې کورنۍ وپیژندل شي".

د ای او ایم یا د کډوالو نړیوال سازمان د شمیرو پر اساس، د ۲۰۱۹ کال په لومړیو دریو میاشتو کې څه باندې ۱۰۰ زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

افغانستان په اوس وخت کې دوه نیم میلیون بې ځایه شوي لري.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وایي، چې تیر کال د جمهور رئیس غني د ۳۰۵ فرمان پر اساس په ۲۸ ولایتونو کې ۳ نیم میلیونه جریبه ځمکه سروې شوې ده او د استوګنیزو نمرو لپاره مناسبې ځمکې تشخیص او ټاکل شوي دي.

XS
SM
MD
LG