د لاس رسي وړ اتصالات

د اعدام شویو طالبانو هویت څرګند شو


افغان حکومت وایي په دغو شپږو تنو باندې نن سهار د اعدام حکم تطبیق شو
افغان حکومت وایي په دغو شپږو تنو باندې نن سهار د اعدام حکم تطبیق شو

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د کابل د څرخي پله په زندان کې د طالبانو او حقاني شبکې د شپږو اعدام شویو کسانو نوملړ او په اړه یې معلومات خپاره کړل.

د ملي امنیت په اعلامیې کې یوازې یو کس د حقانې شبکې غړی او پاتې نور ټول یې طالبان بلل شوي دي.

اعلامیه وايي په اعدامیانو کې "حمیدالله او خان آغا" هغه کسان وو، چې د افغانستان د سولې د عالي شورا پر پخواني مشر، برهان الدین رباني، او د ملي امنیت پر پخواني مرستیال، عبدالله لغماني، باندې یې ځانمرګي بریدونه تنظیم کړي وو.

اعلامیه وايي حمیدالله د طالبانو د کوټې د شورا غړی او په کندهار کې د هغوی استخباراتي مشر و.

حجت الله بل هغه اعدام شوی طالب یاد شوی، چې څه باندې دوه کاله مخکې یې د کابل د پغمان پر سړک د ولسي خلکو پر یوه موټر بمب وچاوه او نهه تنه یې ووژل.

اکمل، محمد خان او عثمان بیا په پکتیکا، د کابل د سردار محمد داود خان په روغتون او د ملي اردو په موټرو د ماین د چاودنې په تور محکوم او د شنبې په ورځ اعدام شول. د ملي امنیت خبرپاڼه وايي چې محمد خان د حقانې شبکې غړی و.

طالبانو د خپلو کسانو اعدام په کلکه غندلي او ویلي، چې هغه حکومتي ادارې به په نښه کوي، چې پر دغو کسانو یې د اعدام پرېکړې کړي دي.

مخکینی راپور

د افغانستان د ولسمشر د مطبوعاتو دفتر وايي، افغان حکومت د یک‌شنبې په ورځ شپږ تنه په کابل کې اعدام کړل، چې د ملکي وګړو د وژنې او د افغانستان د امنیت د ګډوډولو په جرم ورته د دغه هیواد درې ‌ګونو محکمو د اعدام سزا اورولې وه.

د افغان ولسمشر د مطبوعاتو دفتر په یو بیان کې ویلي، چې د دغو کسانو د اعدام حکم له کره څیړنو وروسته او د بشري حقونو په پام کې نیولو سره، نن سهار د ولسمشر لخوا توشیح شو.

په دې بیان کې ویل شوي، چې د افغانستان عدلي او قضايي بنسټونو د دغه هیواد قوانینو سره سم د ولسمشر غني حکم عملي کړی دی.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي امریکا غږ ته دا خبر تائید کړ خو هغه د اعدام شوو د هویت په اړه معلومات ورنکړل.

د اعدامونو دا حکم په داسې حال کې عملي شوی دی، چې له دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان په عدالي او قضايي بنسټونو کې د پراخ فساد د شتون له امله، له افغان ولسمشر څخه غوښتي وو، چې د اعدام دا حکمونه رد او پر ځاې یې بندیانو ته د اوږد حبس سزا ورکړي.

د کابل په پُل محمود خان سیمه کې د ملي امنیت پر یو ریاست د طالبانو له خونړي برید وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني ملي شورا ته په وینا کې ویلي وو، چې د بې‌ځایه بخښنې وخت تیر شوی او هغه کسان چې د تروریستي فعالیتونو په جرم د محاکمو له خوا په اعدام محکوم شوي، ورته به سزا ورکړي.

لا تر اوسه طالبانو د شپږ اعدام شویو کسانو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې مخکې یې د یو بیان په خپرولو ویلي وو، که چیرې د هغوی پلویان اعدام شي نو د افغانستان عدلي او قضایي بنسټونه به د پوځي اهدافو په توګه په نښه کړي.

د افغانستان د قوانینو له مخې، یواځې ولسمشر کولی شي، چې د چا د اعدام حکم توشیح او یا رد کړي.

دا لومړی ځل دی چې ولسمشر غني د خپل کار په دوره کې د شپږو کسانو د اعدام حکم توشیح کړ.

د بخښنې د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې، شاوخوا ۴۰۰ تنه چې اکثره یې په تروریستي پېښو کې مجرم ګڼل شوي د افغانستان د محاکمو له خوا ورته د اعدام سزا اورول شوې ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG