د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې کرونا؛ تعلیمي موسسو رخصتي دوه نورو اونیو ته وغځیدله


افغانستان کې د کرونا د درییمې څپې پر مهال په روغتونونو کې د ناروغانو شمیر ډیر زیات شوی دی
افغانستان کې د کرونا د درییمې څپې پر مهال په روغتونونو کې د ناروغانو شمیر ډیر زیات شوی دی

د عامې روغتیا وزارت وايي، د دغه وزارت د تخنیکي غونډې د چهارشنبې د ورځې جون ۲۳ ( چنګاښ ۳)پرېکړې له مخې، به په افغانستان کې د دوو نورو اونیو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه ټړلي پاتې شي.

د عامې روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښوونځي او پوهنتونونه به د چنګاښ د میاشتې تر ۱۸ مې ورځې په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي د وقایوي تدابیرو د نیولو لپاره تړلي پاتې شي.

دا اعلامیه وايي: "په ټول هېواد کې ټول دولتي او خصوصي تحصیلي ادارې، ښوونځي، انسټیټیوټونه، پوهنتونونه، کورسونه، دیني مدرسې او وړکتونونه چې د ۱۴۰۰ د غبرګولي له ٢٢ مې ورځې څخه د دوه اونیو لپاره رخصت شوي وو، دا دی د ۱۴۰۰ د چنګاښ تر ١٨ نېټې پورې د دوه اونیو لپاره رخصت دي، په دې اړه د لوړو زده کړو وزارت، پوهنې وزارت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو عالي ادارې له معززو وزارتونو او نورو اړوندو ادارو سره لازمه همغږي شوې ده".

افغانستان حکومت د دې پریکړې وړاندې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس په مثبتو پیښو کې د پرله پسې زیاتوالي وروسته لومړی د کابل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې د دوو اونیو لپاره ښوونځي، پوهنتونونه او د خلکو د ټولیدو مرکزونه وتړل او بیا یې د غبرګولی په ۲۲ په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ټول تعلیمي مرکزونه د دوو اونیو لپاره وتړل

د عامې روغتیا وزارت له خوا په دې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي "زمونږ په هېواد کې د کرونا ویروس درییمه څپه د اوج خواته د نږدې کیدو په حال کې ده ، چې په ترڅ کې یې دغې وبا د پېښو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي.د عامې روغتیا وزارت او د هېواد روغتیايي کارکوونکي د دې ناروغۍ پر وړاندې په یوه غیر مساوي جګړه کې واقع دي".

د عامې روغتیا وزارت پر خلکو غږ کړی، چې د کرونا ویروس پر وړاندې په روانه مبارزه کې ورسره مرسته وکړي .

دا اعلامیه وايي " د هیواد له ټولو درنو خلکو څخه غوښتنه کېږي، چې د کور نه د باندې د ګڼې ګوڼې سیمو ته ولاړه نشي او په بېړنیو حالاتو کې په دغه ځایونو کې حتمأ ماسک وکاروي. ټول دولتي او غیر دولتي اداراې چې زیات مراجعین لري ګڼه ګوڼه دې په ممکنه توګه په خپلو ادارو کې داسې مدیریت کړي چې د وګړو ترمنځ واټن له یو نیم متر څخه کم نه وي".

په دې اعلامیه کې د ښاروالانو څخه هم غوښتل شوي، چې د کابل او د هېواد په لویو ولایتونو کې باید په ښارونو کې د ګڼې ګوڼې ځایونه د هېواد په کچه په نښه کړي او د ځانګړو لارښودونو لکه د هټیو نوبتي پرانیستل او د نورو کړنلارو له لارې په کنټرول سره دې ټولنیز واټن تنظیم کړي.

په دې اعلامیه کې جوماتونو د ملا امامانو څخه غوښتل شوي، چې د لمانځه پرمهال دې لږ تر لږه یو نیم متر واټن وساتی. او امکان تر حده دې د جماعت لمونځونه په آزاده هوا کې وکړي.

دا اعلامیه وايي " د عامه وسایطو چلوونکي او سپرلۍباید ماسک واغوندي او موټرونو کې د هوا بدلولو امکانات پلي کړي"

همداشان په دې اعلامیه کې په زندانونو کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د بندیانو سره د هغوی د خپلو خپلوانو لیده کاته د بلې خبرتیا تر وخته ځنډول شوي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې ټول دولتي کار کوونکي چې عمرونه یې له ۵۵ کلنو څخه پورته وي یا په مزمنو ناروغیو لکه د شکر ناروغۍ، زړه ناروغي، سرطان، یا هغه مېرمنې چې د څلور میاشتو څخه د زیاتې مودې لپاره امیدواره وي خپل کارونه دې له کور څخه وکړي.

په اعلامیه کې تر دوو اونیو د لامبو حوضونو، عمومي حمامونو، سونا، کلپونو او د سپورټ سیالیو د بندیدو د پریکړې یادونه هم شوې او ویل شوي، چې په رستورانتونو کې باید د دوه کسانو ترمینځ د یو نیم متر ټولنیز واټن په نظر کې نیولو سره او هڅه دې وشي ترڅو په آزاده هوا کې له مېلمنو څخه هرکلی وشي او په دې برخه کې باید ښاروالۍ جدي کنټرول او همکاري وکړي.

د دغې اعلامیې له مخې د دوو اونیو لپاره په بندو ځایونو کې د فاتحې عمومي مراسمو د ځنډیدو پریکړه هم شوې ده.

افغانستان په ختیځو ولایتونو کې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې لومړی د کرونا ویروس درییمه څپه خپره شوه، چې اوس یې ټولو ولایتونو ته سرایت کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمیرنو له مخې د چهارشنبې تر ورځې په افغانستان کې د کرونا د ویروس پر ناروغۍ یوسل او نهه زره ۵۳۲ تنه اخته شوي او ۴۴۵۲ تنه پر دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG