د لاس رسي وړ اتصالات

تر راتلوونکو دریو میاشتو د سولې په تړاو د کابل پروسې بله غونډه جوړیږي


د کابل پروسې په نوم لومړی نړیوال کنفرانس د جوزا د میاشتې په ۱۶ مه په کابل کې جوړ شوی وو
د کابل پروسې په نوم لومړی نړیوال کنفرانس د جوزا د میاشتې په ۱۶ مه په کابل کې جوړ شوی وو

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وايي چې په کابل کې د سلواغې په پنځمه د کابل پروسې په غونډه کې به د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هیوادونو استازي یوازې د سولې په مسله خبرې وکړي.

ښاغلي حکیمي چې د جمعې په ورځ یې په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو سره د "لوړپوړو چارواکو د غوڼدو "د پایلو په اړه خبرې کولې، وویل چې په غونډه کې د سولې پر مسله خبرې هم شاملې وې.

ښاغلي حکیمي وویل " هرچا غوښتل چې د سولې په بهیر کې رول ولري،زمونږ دوستانو به په ښه نیت ممکن دا کار کوه، خو مونږ وویل چې نه، نورو پایتختونو ته یې نه پریږدو په همدې پایتخت کابل کې دې جوړ شي، ترڅو د افغانانو په خپلو لاسونو کې وي".

د مالیې وزیر وویل چې د کابل د پروسې دوهمه غونډه به د راتلونکي کال د جنورۍ په ۲۵ مه چې د سلواغې د پنځمې ورځې سره برابره ده، په کابل کې جوړه شي.

د افغانستان د مالیې وزیر وویل چې په سیمه کې د سولې په برخه کې یوه ډیره ښه فرصت رامخ ته شوې دي.

ښاغلي حکیمي هیله وښوده چې د کابل پروسې د نړیوال کنفرانس د جوړیدو تر وخته به افغان حکومت د وسله والو مخالفانو سره د سولې په برخه کې یو لړ ګامونه هم واخلي،خو ښاغلي حکیمي یې په هکله نور جزئیات ورنه کړل.

افغان حکومت د روان هجري شمسي کال د جوزا په ۱۶مه په کابل کې د کابل د پروسې په نوم د یو نړیوال کنفرانس کوربتوب کړی وو.

افغان حکومت په کابل کې د کابل د پروسې د نړیوال کنفرانس د جوړولو هدف د بیلابیلو هیوادونو له خوا د افغانستان د سولې په برخه کې د هڅو ترمنځ د همغږۍ رامنځ ته کول او تر یو چتر لاندې د افغانانو په ملکیت او مشرۍ د دغو هڅو تنظیمول ښودلی دی.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي یوناما رئیس او د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو، په دې خبرې ناسته کې د سولې د هڅو د همغږۍ لپاره د کابل د پروسې د کنفرانس د جوړیدو څخه د دغې ټولنې ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل چې نړیواله ټولنه د هرې ممکنې لارې چې کیږي په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو له هڅو ملاتړ کوي.

ښاغلي یاماماتو وویل "د کابل پروسه د سولې په برخه کې د افغان حکومت یو ډیر مهم ابتکار دی".

د یوناما مشر وویل، ممکن د سولې په برخه کې به د نورو هیوادونو له خوا هم هڅې روانې وي، خو هغه زیاته کړه چې دا ټولې هڅې به د کابل پروسې د چتر لاندې راشي.

د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي یوناما رئیس، وویل نړیواله ټولنه هم د افغانانو په مشرۍ د سولې له هڅو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG