د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې یو بل سیاسي اپوزیسون کار پیل کړ

د پخواني حکومت د یو شمیر لوړ پوړو چارواکو په ګډون، د 'افغانستان د خلکو محور ګوند' د حکومت د نوي اپوزیسیون په توګه کار پیل کړ.
د پخواني حکومت د یو شمیر لوړ پوړو چارواکو په ګډون، د 'افغانستان د خلکو محور ګوند' د حکومت د نوي اپوزیسیون په توګه کار پیل کړ.

په افغانستان کې د یکشنبې په ورځ (جولاۍ ۱۶) یو بل سیاسي اپوزیسون کار پيل کړ.

د دغه اپوزیسون چې "د افغانستان د خلکو محور حزب" نومیږي، یو شمېر غړي د مخکني ولسمشر حامد کرزي د وخت چارواکي دي، چې د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل او د ملي امنیت شورا پخوانی مشر رنګین دادفر سپنتا هم په کې شامل دي.

د دغه حزب غړو په کابل کې خبریالانو ته وویل چې لږ تر لږه ۷۴ مهم سیاسي او بانفوذه کسان "د افغانستان د خلکو محور حزب"​ غړي دي. دوی وايي د حکومت اپوزیسون دي خو د حکومت د پرځولو او کمزوري کولو په نیت نه دي راوتي.

ځینو غړو یې وار له واره د افغان حکومت د بهرنۍ تګلارې پر ځینو برخو انتقادونه وکړل. ښاغلي سپنتا وویل، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د مداخلو په وړاندې افغان حکومت له چُپتیا او تسلیمۍ پرته، هیڅ غبرګون نه ښيي.

هغه وویل پاکستان غواړي چې له یوې خوا د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د ازغن تار په لګولو سره دا کرښه پر افغانانو تحمیل کړي او له بلې خوا د داعش او وسله‌والو طالبانو په مټ د افغانستان د خاورې د لاندې کولو هڅه کوي.

ښاغلي سپنتا وویل "د ملي یووالي حکومت او په سر کې یې د ملي یووالي حکومت رئيس، چې په هیواد کې دننه یې په سیستماتیک ډول 'تفرقې او ځپلو' ته مخه کړې ده، د افغانستان د ملي ګټو پر ضد د ترسره شوو اقداماتو په اړه، له 'چوپتیا او تسلیم' پرته له ځان څخه هیڅ غبرګون نه ښيي".

ښاغلي سپنتا زیاته کړه، چې پاکستان د داعش په مرسته د افغانستان په ختیځ کې پراخ حضور لري او دغه راز، د افغانستان ۴۰ فیصده خاوره د وسله‌والو طالبانو تر ولکې لاندې ده، چې دا د ملي یووالي د حکومت د بیوزلۍ او کمزورتیا نښه ده.

د نوي اپوزیسیون د رهبرۍ دغه غړي همدا شان د افغانستان د اوبو په اړه د ایران د ولسمشر حسن روحاني څرګندونې هم د اندیښنې وړ وبللې او ویې ویل، چې افغانانستان د نړیوالو منل شوو میثاقونو او له ایران سره د دوه اړخیزې معاهدې پر بنسټ له خپلو اوبو څخه د استفادې حق لري.

ښاغلي سپنتا په تیرو دوه نیمو کلونو کې له ګاونډیو هیوادونو سره د ملي یووالي د حکومت سیاسي کړنلاره 'اشتباه' وبلله او ویې ویل، چې د همدې سیاستونو له امله د افغانستان او د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ اړیکو کې بیلوالی راغلی دی.

د دغه اپوزیسیون بل غړي او د ملي امنیت ریاست پخواني مشر رحمت الله نبیل د ملي یووالي حکومت 'نامشروع' وباله او د حکومت مشران یې پر سیاسي، قومي او صلیقه‌یي اختلافاتو تورن کړل.

هغه وویل چې په اوسني حکومت درې اساسي تشې په څرګند ډول محسوس کیږي او زیاته یې کړه "هیڅ نوع واضح لیدلوری متاسفانه نشته، اکثره موږ او تاسې په تشویش کې یو، چې راتلونکې اونۍ کې څه پیښیږي او دا وضعیت د دې سبب کیږي، چې تعهد ضعیف شي، د تعهد نه شتون منځ ته راشي، چې دا بله اساسي ستونزه ده، بله ستونزه د حساب‌ورکونې میکنازم نه شتون دی، هر څوک چې هر څه کوي، هغه یوې بلې داسې موضوع پورې تړي چې په کې یې ګټه وي".

د افغانستان د خلکو محور ګوند رهبري شورا ۷۴ غړي لري چې د همدې شورا له لارې رهبري کیږي.

د دغه ګوند د چارواکو پر وینا، له اوسني وضعیت څخه د افغانستان د وتلو لپاره به په راتلونکې کې مناسبې بدیلې لارې وړاندې کړي.

د افغانستان حکومت تر اوسه د دغه نوي اپوزیسیون د غړو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې ولسمشر محمداشرف غني، د سیاسي مشرانو د نیوکو په غبرګون ویلي وو، هر څوک چې د اصلاحاتو وړاندیز کوي، 'دا ګز او دا میدان'.

XS
SM
MD
LG