د لاس رسي وړ اتصالات

د ارګ او ولس ترمنځ لومړنۍ مناظره په کابل کې جوړه شوه


ولسمشر غني وايي، د بدلون د نتایجو ترلاسه کول وخت ته اړتیا لري.
ولسمشر غني وايي، د بدلون د نتایجو ترلاسه کول وخت ته اړتیا لري.

د ارګ او ولس ترمنځ لومړنۍ مناظره نن د پنجنشبې په ورځ د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون په ارګ کې جوړه شوه.

ولسمشر غني د دغې مناظرې ګډونوالو ته په وینا کې وویل، په اوس وخت کې افغانستان د بدلون په حال کې دی، خو د دغه بدلون نتایج ژر نه ترلاسه کیږي.

د افغان ولسمشر پر وینا، بدلون باید د هراړخیزې ارزونې وروسته د پوره تدبیر پر بنسټ او د مقاومتونو په پام کې نیولو سره په مختلفو پړاونو کې رامنځ ته شي.

هغه د افغانستان د پخواني پاچا غازي امان‌الله خان واکمنۍ ته په اشارې وویل "غازي امیر امان‌الله خان د دې وطن استقلال یې وګاټه ټول وطن ورباندې ودرید، چې غازي یې، خو د کافر په نامه یې و نه ویست؟ ولې؟ ځکه مراحل یې و نه سنجول. په دې خاوره کې د تحول او تداوم منځ کې باید یو انډول وي، که اندازه د تحول ډیره تیزه کړئ، مقاومتونه باید وسنجوئ او که اندازه د تداوم دوام وکړي بیا چارې ته نشئ رسیدلی، نو دلته تدبیر په دې کې دی، چې دا انډول څنګه ساتئ؟"

ولسمشر غني د افغانستان د مهمو مسلو په ارزولو کې هر وګړی مسول وباله او ویې ویل، چې ولس د حکومت د برنامو د تطبیق پر بنسټ خپل تصمیم نیسي او که د حکومت برنامې د هراړخیز تحلیل او تدبیر سربیره عملي مدیریت و نه لري، نتیجه نه ورکوي.

ښاغلي غني د مناظرې ګډونوالو ته په خطاب وویل، که ولس ظرفیتونه غواړي، نو باید په حکومت کې وړ او مسلکي کسان وګمارل شي، هغه ټينګار وکړ، چې د مصلحتونو په صورت کې به زورواکي حکومت ته لاره پیدا کړي.

د افغانستان ولسمشر زیاته کړه، هغه کسان د بدلون مخالفت کوي، چې خپلې شخصي ګټې په خطر کې ویني.

هغه وویل "بدلون غبرګون لري او تاسې چې د بدلون په پړاونو کې تر ټولو زیات ذینفع او ذیدخله کسان یئ، باید په دې برخه کې برخه واخلئ. هغه برخه خلک چې خپلې ګټې په خطر کې ویني تر ټولو زیاتې چیغې هغوی وهي، خو د هغې برخې چې زیاته ګټه یې په راتلونکې کې خوندي کیږي، (بدلون) ته تر ټولو لږ پام کوي."

دافغانستان ولسمشر وویل، چې یوه ټولنه په زور او جبر سره دوام نه مومي، بلکې د ولسونو د مشارکت لپاره بحث، مناظرې او قناعت ورکولو ته اړتیا ده.

د ولسمشر غني دا څرګندونې په غیرمستیقم توګه د یو شمیر هغو سیاسي ګوندونو او د پارلمان د غړو نیوکو ته ځواب دی، چې په دې وروستیو کې یې پر حکومتي چارواکو په ځانګړې توګه ولسمشر باندې کړې دي.

یو شمیر سیاسي ګوندونو او د پارلمان ځینو وکیلانو افغان ولسمشر د حکومت په چارو کې په خپلسرۍ تورن کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان ټولې چارې په ارګ کې د ګوتو په شمیر د څو کسانو له خوا پر مخ وړل کیږي.

XS
SM
MD
LG