د لاس رسي وړ اتصالات

تیرو پنځو میاشتو کې پنځه فیصده خاوره د حکومت له واکه وتلې


د افغانستان د ملي اردو یو عسکر د کابل - جلال آباد په لویه لار د امنیت ساتلو پر مهال.
د افغانستان د ملي اردو یو عسکر د کابل - جلال آباد په لویه لار د امنیت ساتلو پر مهال.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي مفتش یا سیګار پخپل تازه راپور کې ویلي دي چې د روان کال په لومړنیو پنځو میاشتو کې د افغانستان د حکومت نه د شاوخوا پنځه په سلو کې خاورې واک له لاسه تللی.

د سیګار په راپور کې ویل شوي چې د 2001 کال راهیسې چې د طالبانو رژیم ړنګ شوی، هغوي تر اوسه دومره زیاتې سیمې په واک کې نه درلودې.

سیګار دغه معلومات په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو نه اخیتسي دي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې د افغانستان حکومت د ۲۰۱۶ کال تر لومړنۍ میاشتې پورې ۷۰ عشاریه پنځه په سلو خاوره په واک کې درلوده خو پنځه میاشتې وروسته یعنې د مې په میاشت کې بیا یوازې ۶۵ عشاریه شپږ په سلو کې خاوره د هغوي په لاس کې وه.

د سیګار د راپور پر اساس دا پدې معنی چې د افغانستان حکومت د څلور سوه ولسوالیو د جملې نه تقریباً د نولسو کنترول یې د لاسه ورکړی.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسن ویلي دي چې اکثره دغه سیمې چې د طالبانو په لاس کې دي " لیرې پرتې" کلیوالې سیمې دي.

جنرال نیکلسن د امریکا د دفاع په وزارت کې خبریالانو ته د کابل نه د ویډیو کنفرانس د لارې وویل چې " طالبانو کوښښ کاوه ځیني سیمې ونیسي او ویې ساتي خو پدې کار کې ناکام شول. "د افغانستان حکومت تر اوسه د سیګار د دې راپور په هکله تبصره نده کړې.

د سیګار په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د افغانستان امنیتي ځواکونو هغه سیمې پریښي چې " لږ ارزښت لري. " او د تعرضي عملیاتو، فرصتونو نه د ګټې اخیستلو او تاکتیکي کامیابیو د حفاظت لپاره نورو سیمو ته استول شویدي.

XS
SM
MD
LG