د لاس رسي وړ اتصالات

افغان مشران د ناټو په سرمشریزه کې ګډون نه کوي


د ناټو به تیره سرمشریزه کې جمهوررئی محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله برخه اخیستې وه
د ناټو به تیره سرمشریزه کې جمهوررئی محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله برخه اخیستې وه

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ګډون د ناټو د غړو هیوادونو د حکومتونو د رئیسانو سرمشریزه د بلجیم په پایتخت بروسل کې جوړه شي، د افغانستان جمهوري ریاست وايي په دې سرمشریزه کې د افغان حکومت پلاوی ګډون نه کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال نجیب الله ازاد امریکا غږ اشنا تلویزیون ته وویل چې د دې لپاره چې دغه سرمشریزه افغانستان ته نه ده ځانګړې شوې نو ځکه افغان پلاوی د دغې سرمشریزې په غوڼدو کې ګډون نه کوي.

ښاغلي ازاد وویل " د ناټو په دې ناستې کې د افغانستان حکومت ځکه ګډون نه کوي، یو خو دا کنفرانس د افغانستان لپاره نه دی ځانګړی شوی او یوه برخه یې د افغانستان پر موضوع بحث کوي، اما تر دې مخکې د تیرې جمعې په ورځ د افغانستان جمهوررئیس د ناټو د مشرانو سره په یو نیم ساعته ویډیو کنفرانس کې د افغانستان پر هغو موضوعاتو چې په دې ناسته کې بحث پرې وشي ټینګارو کړ او هغو تعهداتو او تړونونو په ترڅ کې چې د افغانستان او ناټو ترمنځ لاسلیک شوي وو، بحث باید وشي تر څو په طالبانو باندې فشا راوړل شي".

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال، د ناټو د سبانۍ ورځې په سرمشریزه کې د افغان حکومت د نه ګډون بل علت په راتلوونکو اونیو کې په کابل کې د کابل پروسې په نوم د یو نړیوال کنفرانس د جوړیدلو لپاره د افغان حکومت بوختیا وګڼله او ویې ویل چې په دغه کنفرانس کې به د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې په ګډون د یوویشتو هیوادونو او نړیوالو موسسو استازي ګډون وکړي.

ټاکل شوې د ناټو سرمشریزه د پنجشنبې په ورځ د بلجیم په پایخت بروسل کې خپلې غونډې پیل کړي.

افغان حکومت وايي، چې تمه لري د ناټو په سرمشریزه کې به د خپل څلورکلن امنیتي پلان لپاره لازم مالي او تخنیکي ملاتړ ترلاسه کړي. په دغه پلان کې د افغان امنیتي ځواکونو د سبمالولو او د هوایي ځواکونو لپاره د جنګي الوتکو او هلیکوپټرو د برابرولو سربیره د افغانستان د ځانګړو ځواکونو فرقه د قول اردو کچې ته د لوړولو وړاندیز هم شامل دی.

XS
SM
MD
LG