د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د کوکنارو د فصل د اړولو پر پلان کار روان دی


د افغانستان په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې سږکال هم ډیرو بزګرانو کوکنار کرلي دي.
د افغانستان په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې سږکال هم ډیرو بزګرانو کوکنار کرلي دي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په افغانستان کې سږکال د کوکنارو د کرکیلې او اپینو د تولید په کمیدو خوښي ښودلې او ویلي دي، چې افغان حکومت بل کال ته د کوکنارو د فصل د اړولو لپاره د یو پلان په جوړولو باندې کار کوي.

اجرائیه رئیس عبدالله د شنبې په ورځ ( لیندۍ ۱۷ مه) د سپېدار په ماڼۍ کې د وزیرانو شورا د نشه يي توکیو سره د مبارزې فرعي کمټې غونډه ته په وینا کې وویل، په هر دلیل، چې سږکال د کوکنارو کر او تولید کم شوی افغانانو لپاره د خوشالۍ خبره ده.

ښاغلي عبدالله وویل " که څه هم متاسفانه د افغانستان په ځینو سیمو کې درې ځلې کوکنار کرل کیږی،خو بیا هم د نشه یې توکو د تولید او د کر د کچې ټیټیدل د افغانستان خلکو ته یو ښه خبر دی".

په افغانستان کې د کوکنارو د کر او اپینو د تولید په اړه د ملګروملتونو د نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر " یواین او ډي سي" او د افغان حکومت یوه ګډه سروې، چې د روان لمریز کال د لړم په ۱۹ مه خپره شوې، په تیرو دریو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په دغه هیواد کې د کوکنارو د کر او اپینو د تولید د کمیدو خبر ورکړی دی.

د دغې سروې له مخې په روان لمریز کال کې په افغانستان کې پر ۲۶۳۰۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، چې د تیرکال پرتله ۲۰ فیصده کم وو.

همداشان سږکال په افغانستان کې ۶۴۰۰ ټنه اپین تولید شوی، چې د تیرکال پرتله ۲۹ فیصده کموالی ښيي.

تیر ۱۳۹۶ لمریز کال کې په دغه هیواد کې پر ۳۲۸۰۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.

همداشان تیرکال په افغانستان کې د اپینو تولید ۹۰۰۰ ټنو ته رسیدلی وو.

د ملګروملتونو د نشه یي توکو او جرمونوسره د مبارزې د دفتر " یواین او ډي سي" او د افغان حکومت د دغې ګډې سروې پر اساس تېر کال د نورستان، خوست، بامیان، کندز، لوګر، پکتیکا، پکتیا، پنجشیر، پروان او وردګ ولایتونو کې کوکنار نه وو کرل شوي، خو د تخار ولایت، چې پخوا په کې کوکنار نه کرل کیدل سږکال په دغه ولایت کې په ۲۵۱ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.

د دغې سروې له مخې دهلمند په ولایت کې سږکال یو ځل بیا د ټول افغانستان پرتله ډیر کوکنار کرل شوي وو.

اجرائیه رئيس عبدالله هم د هلمند په ولایت کې د کوکنارو د کر په زیاتوالي اندیښنه وښودلې او ویلي دي، چې افغان حکومت د کوکنارو د را روان فصل د اړولو لپاره یو پلان باندې کارکوي.

ښاغلي عبدالله وویل " البته بیا هم د هلمند په ولایت کې د کوکنارو کر او اپینو د تولید د زیاتوالي په اړه ارقام لرو، چې هيښوونکي دي".

ښاغلي عبدالله وویل، د امنیت په شورا کې به د کوکنارو د اړولو په پلان خبرې وشي.

افغان حکومت هرکال د نړیوالې ټولنې په مالي او تخنیکي مرسته په یو شمیر ولایتونو کې د کوکنارو ولاړ فصل اړوي، چې اکثره دا کار د اپینو د تولید څو اونۍ وړاندې ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG