د لاس رسي وړ اتصالات

مینه‌پال:د جګړې په پنځه کلن پلان کې 'دښمن' تعریف شوی


د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال وویل، په دې پنځه کلن پلان کې د افغان امنیتي ځواکونو ټولې اړتیاوې څیړل شوي دي.
د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال وویل، په دې پنځه کلن پلان کې د افغان امنیتي ځواکونو ټولې اړتیاوې څیړل شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د سه شنبه په ورځ د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو د جګړې لپاره یو پنځه کلن پلان تصویب کړی، چې په کې ټول امنیتي مسائل ارزول شوي دي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال امریکا غږ ته وویل، په دې پلان کې ټولې هغه سیمې چې له امنیتي ګواښ سره مخ دي ارزول شوي او دغه راز هغه احتمالي ګواښونه څیړل شوي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې یې وړاندوینه شوې ده.

ښاغلي مینه‌پال زیاته کړه چې "د دې پلان له مخې ټول هغه کسان د افغانستان د خلکو دښمنان دي، چې د افغانستان د نظام او د افغانستان د خلکو په وړاندې جنګېږي، وسله پورته کوي او د سیاسي مبارزې پر ځای، وسله‌واله او له خشونته ډکه مبارزه کوي."

هغه وویل چې د افغانستان وسله‌وال ځواک به ددغو ډلو پر وړاندې ودرېږي او هغوی به له منځه وړي.

ښاغلي مینه‌پال وویل، په دې پنځه کلن پلان کې د افغان امنیتي ځواکونو ټولې اړتیاوې څیړل شوي دي او هیله یې وښوده چې د پلان په پلي کیدو به په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ شي.

په ورته وخت کې ښاغلي مینه‌پال د سولې په بهیر کې د اسلامي حزب د ګډون په ملاتړ وویل، چې د سولې خبرې د افغان حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت دریځ

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز قدم‌شاه شهیم هم نن یوې خبري غونډې ته وویل، چې په دغه هیواد د کې د تلپاتې امنیت ټینګولو لپاره د امنیتي پلان جوړولو ته جدي اړتیا وه.

هغه وویل "د نړیوالو دوستانو د مرستو ترلاسه کولو لپاره، د وارسا، بروکسل او ناټو کنفرانسونه په مخ کې لرو، موږ خپل پنځه کلن پلان چمتو کړی، کله چې په وارسا کنفرانس کې ګډون کوو باید یوه ځانګړې طرح او پلان خپلو نړیوالو دوستانو او شریکانو ته وړاندې کړو."

د افغانستان د ملي امنیت شورا د جګړې پنځه کلن پلان تر څنګ د سې شنبې په ورځ د افغان امنیتي ځواکونو یو کلنه عملیاتي تګلاره هم تصویب کړې ده.

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو لوی‌درستیز وویل، دا عملیاتي تګلاره په ټول افغانستان کې د شفق یرغلیزو عملیاتو د ترسره کولو لپاره جوړه شوې، چې درې اونۍ مخکې د دغه هیواد په پنځه‌لسو ولایتونو کې پیل شوي دي.

امنیتي اندېښنې

جنرال قدم‌شاه شهیم د ډیورنډ کرښې هغې غاړه کې د وسله‌والو مخالفینو پراخ ملاتړ او د پاکستان له خاورې د افغانستان پر سرحدي سیمو د توغندیو بریدونو ته په اشارې وویل، چې پاکستان د افغانستان لپاره ښه ګاونډی نه دی.

جنرال شهیم د پاکستان په خاوره کې د کوټې، پېښور او میرانشاه شوراګانې، په افغانستان کې د جګړې د رهبرۍ مرکزونو په توګه یاد کړل او وې ویل "د کوټې شورا، میرانشا او پېښور، هغه شوراګانې دي چې عملاً د یوې اډې په توګه ترې کار اخیستل کېږي، ان خپلې مطبوعاتي اعلامیې، لویې غونډې.. د هغوی په اند خپل بعیتونه، زموږ د دوست او ګاونډي هیواد پاکستان په مرکزونو کې نیسي، دا هر څه ډير روښانه دي او استخباراتي معلوماتو ته اړتیا نه لري، ټوله دنیا د دې مسئلې په اړه معلومات لري چې هغوی هلته مرکزونه لري."

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو لوی‌ درستیز ګواښ وکړ، مخکې له دې چې پاکستان د افغان ولس او ملي اردو له کلک غبرګون سره مخ شي، له هغه هیواد څخه یې وغوښتل چې د افغانستان د وسله‌والو مخالفینو له ملاتړ لاس واخلي او د توغندیو بریدونو ته د پای ټکی کېږدي.

په همدې توګه جنرال شهیم د وسله‌والو طالبانو له خوا د عُمري عملیاتو د اعلان په اړه وویل، د دغې ډلې پسرلني عملیات د تیر په پرتله توپیر موندلی، چې پر وینا یې پخوا به د دا ډول عملیاتو اعلان د طالبانو له یوې واحدې رهبرۍ کیده خو دا ځل یې د خپلې پوځي شورا څخه اعلامیه صادر کړې ده.

د جنرال شهیم په اند دا مسئله ښيي، چې وسله‌والو طالبانو خپله واحده رهبري او یووالی له لاسه ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG