د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته د افغان حکومت غبرګون


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، افغان حکومت په فساد کې ښکیل دی او ادعا یې کړې، چې د دغه هیواد پوځ پر طالبانو وسلې پلوري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، افغان حکومت په فساد کې ښکیل دی او ادعا یې کړې، چې د دغه هیواد پوځ پر طالبانو وسلې پلوري.

افغان حکومت وايي، پاکستان هڅه کوي، چې پر افغانستان باندې د تورونو لګولو له لارې، د نړیوالې ټولنې فشارونه له ځان څخه لرې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد آصف د پنجشنبې په ورځ د امریکا د سولې انستیتیوت د تحقیقاتو په مرکز کې د وینا پر مهال د افغانستان حکومت په فساد کې ښکیل وباله او ادعا یې وکړه، چې د دغه هیواد پوځ پر طالبانو وسلې پلوري.

هغه وویل "هغه څه چې په افغانستان کې تیریږي، زیات اړخونه لري. په کابل کې یو فاسد حکومت دی. په میلیاردونو ډالر ډالر مو افغانستان ته ورکړل خو هیڅ ځای یې و نه نیو. د مخدره موادو تجارت ۳۷۰۰ فیصده (په افغانستان کې) زیاتوالی موندلی. موږ د دغو جنایتونو شریکان نه یو".

خو افغان حکومت د خواجه آصف دا څرګندونې، پر پاکستان باندې د نړیوالې ټولنې د هغو فشارونو، چې اسلام‌آباد دې د تروریستي ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي، زیږنده ګڼي.

د افغانستان د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل امریکا غږ آشنا ته وویل "مسله ډیره واضحه ده، پاکستان به ښايي هڅه کوي، چې په دې ډول څرکندونو سره د نړۍ هغه پام، چې پاکستان ته د تروریزم د ملاتړ له خاطره کیږي، هغه له ځان څخه لرې کړي".

د ښاغلي فیصل پر وینا، پاکستان د تروریستانو ملاتړی هیواد دی او په افغانستان کې د مخدره موادو کاروبار، د طالبانو او نورو هغو تروریستي ډلو د موجودیت له امله زیاتوالی موندلی، چې پاکستان ترې ملاتړ کوي.

جاوید فیصل زیاته کړه، افغانستان کورني مسایل دغه هیواد پورې اړه لري او په دې برخه کې هیچا ته د مداخلې اجازه نه ورکوي.

هغه ټینګار وکړ، چې پاکستان دې پر افغانستان باندې د تورونو لګولو پر ځای، د تروریستي ډلو د ځپلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي.

د کابل او اسلام‌آباد تر منځ د تورونو لګولو لړۍ په داسې حال کې یو ځل بیا زور اخیستې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او سویلې آسیا په اړه د خپلې استراتیژۍ د اعلان پر مهال خبردارۍ ورکړ، چې هیواد یې نور د پاکستان له خوا د تروریستي ډلو د ملاتړ په تړاو چوپ پاتې کیدلی نه شي.

د دغې ستراتیژۍ له اعلان وروسته، تیره اونۍ د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه کابل ته سفر وکړ.

جنرال باجوه او ورسره مل پلاوي یې له افغان چارواکو سره د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه، چې اسلام‌آباد له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره هر ډول همکاریو ته چمتو دی.

د پاکستان د پوځ دغه لوړپوړي چارواکي، له افغان ولسمشر سره د لیدنې پر وخت وویل، چې هیواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د سولې له میکانیزم څخه ملاتړ کوي.

له بلې خوا افغان جهادي او سیاسي مشرانو له ولسمشر غني سره د لیدنې پر مهال له هغه څخه غوښتي، چې له پاکستان سره د مذاکراتو په بهیر کې، احساساتي چلند ونکړي او ټینګار یې کړی، چې دغه خبرې باید په پوره تدبیر او زیرتیا ترسره شي، ترڅو افغانستان تلپاتې سولې او ثبات ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG