د لاس رسي وړ اتصالات

د ارګ سلاکار: مسکو له حکمتیار سره د سولې مخالفت ندی کړی


افغان حکومت وايي، چې مسکو د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لیست څخه د ښاغلي حکمتیار د نوم د ایستلو په اړه یو لړ ملاحظات لري.
افغان حکومت وايي، چې مسکو د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لیست څخه د ښاغلي حکمتیار د نوم د ایستلو په اړه یو لړ ملاحظات لري.

د افغانستان حکومت وايي، روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له لیست څخه د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار د نوم له ایستلو سره رسماً مخالفت نه دی کړی.

د افغان ولسمشر سلاکار او له اسلامي حزب سره د سولې د موافقې د ګډ کمیسیون مشر اکرم خپلواک امریکا غږ ته وویل، چې روسیه د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لیست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم د ایستلو په برخه کې یو لړ ملاحظات لري.

د ښاغلي خپلواک پر وینا، تر اوسه مسکو په رسمي توګه له دغه لیست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم له ایستلو سره مخالفت نه دی ښودلی.

هغه وویل "زموږ ډیپلوماټیک چینلونه ټول کار پرې کوي، هغه اندیښنې چې د دې پروسې په اړوند له هر هیواد سره وي موږ ورته توضیحات ورکوو او روسیې رسماً د دې مخالفت نه دی کړی او تر اوسه یې رسمي موږ ته څه نه دي ویلي."

ښاغلي خپلواک زیاته کړه، چې ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له لیست څخه د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار د نوم ایستلو پروسه د روان میلادي کال تر جون میاشتې (شپږ میاشتې) وخت ته اړتیا لري.

هغه ډاډ څرګند کړ، چې په دې برخه کې به هیڅ ډول ستونزه رامخې ته نه شي.

د وال‌سټریټ ژورنال د رپوټ له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د دوشنبې په ورځ ویلي، چې مسکو د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لیست څخه د حکمتیار د نوم ایستلو پروسه ځنډولې، خو مخالفت یې نه دی کړی.

له دې مخکې د اسلامي حزب مرکچي پلاوي په کابل کې د مختلفو هیوادونو په ځانګړې توګه د هغو هیوادونو له سفیرانو سره لیدنې کړې وې، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړیتوب لري.

د اسلامي حزب یو ویاند حشمت‌الله ارشد امریکا غږ ته وویل، په دغو لیدنو کې ټولو هیوادونو، د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لیست څخه د ښاغلي حکمتیار د نوم ایستلو په برخه کې د همکاریو ژمنه کړې ده.

ښاغلي ارشد په دې برخه کې د روسیې تازه دریځ ته په اشارې وویل، اوس له وخته مخکې ده چې اسلامي حزب په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي خو هغه ومنله، چې روسیه په دې برخه کې یو لړ ملاحظات لري.

هغه وویل "موږ هیله لرو چې افغان ولسمشر وشي کولی د روسیې له ولسمشر او د نورو هیوادونو له مشرانو سره خبرې وکړي، دا به اغیزه وکړي او موږ ډاډه یو چې بندیزونه به لرې شي."

روسیې په داسې حال کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لیست څخه د ښاغلي حکمتیار د نوم ایستلو پروسه له ځنډ سره مخ کړې، چې په دې وروستیو کې د روسیې، چین او پاکستان په ګډون درې اړخیزه غونډه کې، دغه هیواد د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لیست څخه د یو شمیر طالب مشرانو د نومونو د ایستلو وړاندیز کړی دی.

طالبانو د مسکو د درې اړخیزې غونډې د پریکړې هرکلی کړی او په قطر کې د دغې ډلې سیاسي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، چې د سیمې هیوادونه طالبان د یو سیاسي او پوځي ځواک په توګه پیژني.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، طالبان او د دغې ډلې ملاتړي هڅه کوي، چې د وسله‌والو طالبانو په اړه د سیمې د هیوادونو په ځانګړې توګه د روسیې او ایران ذهنیت بدل کړي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل "کله چې تاسې وینئ چې په بهر کې او یا په بل هرځای کې د درې اړخیزو ناستو څخه دوی (طالبان) هرکلی کوي، په دې معنی ده چې دوی ډیر کمزوري شوي دي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند خبرداری ورکړ، چې په سیمه کې د وسله‌والو طالبانو د فعالیتونو پراخیتا به، د سیمې او نړۍ هیوادونو له پاره لوی سرخوږی جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG