د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: سولې ټولې هڅې باید تر یو چتر لاندې ترسره شي


افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د وسله والو طالبانو سره د افغانانو په مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ کوي.
افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د وسله والو طالبانو سره د افغانانو په مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ، د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو د پیل لپاره د روسيې د بهرنیو چارو د وزارت د چمتووالي په اړه ویلي چې افغان حکومت د سولې په برخه کې د خپلو ټولو دوستانو د همکارۍ او مرستې هرکلی کوي، خو غواړي چې دا خبرې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د یو چتر لاندې ترسره شي.

د افغانستان د بهرینو چارو وزارت د ویاند احمد شکیب مستغني امریکا غږ اشنا راډيو سره په مرکه کې وویل، چې د سولې له هڅو په سیمه او له سیمې هغې خوا ته د دوستو هیوادونو ملاتړ او په دې برخه کې همکاري د یوې اجماع په توګه ویني، چې د افغان حکومت د فعالې دپلوماسۍ په پایله کې رامنځ ته شوې ده.

ښاغلي مستغني وویل " د افغانستان اسلامي دولت تل، د سولې له هڅو د ملاتړ او همکاریو د ژمنو څخه د دوستو هیوادونو د اعلان هرکلی کړی دی، خو د دغسې بهیر څخه چې افغانان یې مشري او مالکیت په غاړه ولري".

ښاغلي مستغني وویل، چې افغان حکومت د افغانانو په مالکیت او مشرۍ تر یو چتر لاندې د سولې د ټولو هڅو د راوستلو لپاره د کابل پروسې په نوم یو بهیر پیل کړی دی.

د ترکیې دولتي خبري اژانس اناتولیې،د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې د ورځې د یوې اعلامیې په بنسټ لیکلي، چې روسیه د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ مخامخ خبرو ته د زمینې برابرولو ته چمتو ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې روسیه په افغانستان کې د ورور وژنې او جګړې پای ته رسیدلو لپاره په جدي توگه د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ مخامخ خبرو پلوي کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ټاکل شوې د کابل د پروسې دوهم کنفرانس به د راتلوونکي عیسوي میاشتې په وروستیو کې په کابل کې جوړ شي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل، چې د کابل پروسې د کنفرانس د جوړیدلو لپاره په چټکۍ سره کار روان دی.

افغان حکومت د کابل د پروسې لومړی کنفرانس د تیرعیسوي کال په دوبي کې په کابل کې جوړ کړی وو.

روسیې د سولې خبرو ته خپل چمتوالی په داسې حال کې څرګند کړی، چې په دې وروستیو اونیو کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو سره د غیرې رسمي خبرو په اړه رپوټونه خپاره شوي دي.

افغان حکومت او طالبانو په دغو ناستو کې د خپلو استازو ګډون رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG