د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت یو کال کې څلور نیم مېلیونه جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې


د افغان حکومت د معلوماتو له مخې په تیرو څلور لیسزو کې زورواکو په افغانستان کې بو اعشاریه شپږ میلیونه دولتي ځمکه غصب کړې ده.
د افغان حکومت د معلوماتو له مخې په تیرو څلور لیسزو کې زورواکو په افغانستان کې بو اعشاریه شپږ میلیونه دولتي ځمکه غصب کړې ده.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت چارواکي وايي، چې دغه وزارت په تیر یوکال کې د دولتي ځمکو د بانک د پروګرام له لارې په ۲۸ ولایتونو کې څلور مېلیونه اووه سوه زره جریبه دولتي ځمکه سروې او د ثبت په سیستم کې شامله کړې ده.

د دغه وزارت د اطلاعاتو، عامه اړیکو رئیس او ویاندحشمت الله ناصري امریکا غږ اشنا راډیو ته شنبې په ورځ ( لړم ۲۵ مه) وویل، چې په دغه شمیر کې ۳۷۰ زره جریبه په ننګرهار، ۲۳۸ زره جریبه په نیمروز، ۲۳۵ زره جریبه په کابل، ۲۳۰ زره جریبه په بلخ، ۲۱۷ زره جریبه په پکتیا، ۲۰۰ زره جریبه په کندز، ۱۹۸ زره جریبه په کندهار، ۱۹۴ زره جریبه په هرات او پاتې نوره ځمکه په شلو ولایتونو کې سروې او ثبت شوې ده.

ښاغلي ناصري د دولتي ځمکو د بانک د پروګرام هدف حکومت ته د ټولو دولتي ځمکو اندازه معلومول، ثبتول او د زورواکو له خوا د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی وښود.

ښاغلي ناصري وویل " بل هدف د افغانستان، ولایتونو، ولسوالیو او کلیو په کچه د ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره معلومات راټولول دي".

د دولتي ځمکو د ثبت د پروګرام د پیل څخه را وروسته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دغه پروګرام په ترڅ کې تر اوسه د ځمکو اړمنو دولتي ادارو ته په ۲۰ ولایتونو کې ۱۸۹۵۳ جریبه ځمکه انتقال کړې ده.

همدا رنګه په کابل، هرات، ننګرهار او لوګر کې پر راستنېدونکیو، کورنیو بې ځایه شویو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل شوو منسوبینو کورنیو، د افغان ځواکونو برحاله منسوبینو او ښوونکو باندې ۲۰ زره استوګنیزې نمرې هم ویشل شوي دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وايي، چې هوډ یې کړی،چې د دولتي ځمکو بانک له لارې ټولې ځمکې او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه ثبت او له هغو د سمې استفادې لپاره د زمینې برابرولو ترڅنګ د غصب مخه هم ونیسي.

د دولتي ځمکو بانک د پروګرام عملي چارې په ۲۸ ولایتونو کې د افغانستان د ځمکو د چارو تنظیم قانون د یوولسمې او دولسمې مادو او د جمهوري ریاست د ۶۶ حکم پر اساس روانې دي.

په افغانستان کې د دولتي ځمکو د غصب مسله یوه جدي مسله ده.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د لومړنیو معلوماتو له مخې په افغانستان کې تر ۱.۶ میلیونو پورې دولتي ځمکې د زورواکو له خوا غصب شوي دي، چې د افغان حکومت د هڅو په پایله کې په وروستیو کلونو کې د دغو غصب شوو ځمکو یوازې پنځه سوه زره جریبه یې بیرته حکومت ترلاسه کړې ده.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د معلوماتو پر اساس دغه وزارت په ټول افغانستان کې ۱۸۸۳۲ د ځمکو غاصبین پیژندلي او د دغې ډلې د ۱۵۸۳۲ تنو نومونه یې عدلي او قضايي ادارو ته سپارلي دي.

XS
SM
MD
LG