د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې خبرې له طالبانو، حقاني او حکمتیار سره


افغان حکومت تمه لري چې د سه شنبې د ورځې غونډه به دسولې مخامخ خبرو ته لاره پرانیځي.
افغان حکومت تمه لري چې د سه شنبې د ورځې غونډه به دسولې مخامخ خبرو ته لاره پرانیځي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې سبا ته په کابل کې په څلورمه څلوراړخیزه غونډه کې د افغان حکومت او د طالبانو د ډلو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره د نیټې او ځای په مسلو خبرې وشي، د پاکستان د پوځ مشر په یوه ورځیني سفر نن قطر ته تللی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني امریکا غږ ته وویل چې په کابل کې د سه شنبې د ورځې د افغانستان، پاکستان، امریکا او د چین د هیوادونو د څلورمې څلوراړخیزې غونډې لپاره بشپړ چمتوالی نیول شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند تمه وښوده چې دا غونډه لکه څنګه چې په اسلام اباد کې په درییمه غوڼده کې پرې موافقه شوې وه ،جوړه شي.

ښاغلي مستغني وویل " بله مسله چې په څلوراړخیزه غونډه کې پرې موافقه شوې وه، چې د څلوراړخیز بهیر ډله به د افغانستان د حکومت د صلاحیت لرونکو استازو او د طالبانو د ډلو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره د نیټې د ټاکلوپه سر خپلو ګډو هڅو ته دوام ورکړي. له همغې نیټې را په دي خوا هڅې روانې دي، او ټاکل شوې چې په کابل کې د فبرورئ په دیرویشتمه ددغو هڅو پایلې روښانه شي او په دې برخه کې هراړخیز بحث ترسره شي".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیله وښوده چې لکه څنګه چې د څلوراړخیز بهیر د ډلې په درییمه غوڼډه کې پرې موافقه شوې وه، په کابل کې په څلورمه غوڼده کې به ددې میاشتې ترپایه د مخامخ خبرو لپاره نیټه وټاکل شي.

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزارتونو معینانو او افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا او د چین د هیوادونو استازو په اسلام اباد کې په درییمه څلوراړخیزه غونډه کې د روانې عیسوي میاشتې تر وروستیو د افغان حکومت او د طالبانو د ډلو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل په سر موافقه کړې وه.

د افغانستان د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وایي چې د دوی تمه دا ده چې د سه شنبې د ورځې په غونده کې د افغان حکومت او د طالبانو ډلو د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره په نیټه او ځای باندې موافقه وشي.

ښاغلي فیصل وویل " ددې غونډې په تعقیب به د افغانستان د حکومت او د وسله والو مخالفینو د استازو ترمنځ لومړنۍ مستقیمې خبرې پیل کیږي ".

جاوید فیصل وایي چې افغان حکومت د ټولو مخالفو وسله والو ډلو سره خبرو ته لیواله دی.

ښاغلي فیصل وویل " نه یوازې د طالبانو ډلې او شخصیتونه بلکې اسلامي حزب او حقاني ډله هم ددغو خبرو یوه برخه وي، مونږ یوه هراړخیزه سوله غواړو او ټولې ډلې چې نن په جګړه کې ښکیلې دي د سولې خبرو سره یوځای شي ".

په کابل کې د څلورو هیوادونو د استازو څلورمه غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې د رپوټونو له مخې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف نن په یو ورځیني سفر قطر ته تللی دی.

په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ له خوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي، چې جنرال شریف به په دوحه کې د ایسارتیا په وخت ددغه هیواد له پوځي او ملکي چارواکو سره هم وګوري.

ځینو سرچینو امریکا غږ ته ویلي چې کیدای شي د پاکستان د پوځ مشر به د افغان حکومت، امریکا او د چین د استازو سره هم په دوحه کې نن لیده کاته وکړي.

د طالبانو سیاسي دفتر هم د قطر په مرکز د دوحه په ښار کې دی.

خو د پاکستان د پوځ د مشر، افغانستان، چین او د امریکا د استازو د نننۍ لیدنې په باب رارپور تر اوسه ددغو څلورو هیوادونو له خوا تائید شوی نه دی.

XS
SM
MD
LG