د لاس رسي وړ اتصالات

د جنرال راحیل شریف څرګندونو ته د افغان حکومت غبرګون


د چهارشنبې په شپه د افغانستان په امریکایي پوهنتون باندې د وسله والو په برید کې دیارلس تنه ووژل شول او ۴۵ نورټپیان شول.
د چهارشنبې په شپه د افغانستان په امریکایي پوهنتون باندې د وسله والو په برید کې دیارلس تنه ووژل شول او ۴۵ نورټپیان شول.

افغان حکومت د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال راحیل شریف د څرګندونو په غبرګون وايي، ټول هغه اسناد چې د افغان امنیتي ادارو ترلاسه کړي دي ښيي، چې د افغانستان پر امریکايي پوهنتون باندې حمله د پاکستان په خاوره کې تنظیم شوی وه.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ په ارګ کې د ملي امنیت د شورا د غونډې په جریان کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره په ټلیفون خبرې وکړې او هغه ته یې وویل، چې د افغانستان پر امریکايي پوهنتون باندې حمله د پاکستان په خاوره کې تنظیم شوی وه.

همداشان د ارګ څخه خپور شوی بیان وایي، افغان حکومت جنرال شریف سره د موبایل ټلیفونونو د هغو دریو شمیرو په اړه هم معلومات شریک کړي چې ترهگرو د حملې پرمهال په پاکستان کې له چا سره پرې اړیکې نیولې وې.

د راحیل شریف سره د ښاغلي غني د ټلفوني ارتباط وروسته د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې د جنرال شریف له قوله ویلي، چې پاکستان به چا ته اجازه ورنکړي چې له خاورې یې د افغانستان په ضد کار واخیستل شي.

د پاکستان پوځ ویلي، وروسته له هغې چې افغان چارواکو ورسره د ټلیفون درې شمیرې شریکې کړې، د پاکستان امنیتي ځواکونو د تروریستانو د موندلو لپاره د ډیورنډ کرښې ته څیرمه عملیات ترسره کړل.

د پاکستان پوځ دغه راز ویلي، چې د موبایل شمیرو په اړه د هغوی تحقیقات ښيي، چې دا شمیرې د افغانستان مخابراتي شبکو پورې اړه لري، چې د ډیورنډ کرښې دې غاړه کې هم فعاله دي.

خو د افغانستان د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د پاکستاني چارواکو د دغو څرګندو په اړه امریکا غږ ته وویل، چې د ټیلیفون له شمیرو پرته نور کافي اسناد په واک کې لري، چې د افغانستان پر امریکايي پوهنتون باندې برید د پاکستان په خاوره کې تنظیم شوی دی.

دغه راز د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ ته وویل، هغه دلایل چې پاکستان وړاندې کړې دي دغه هیواد ته براأت نشي ورکولی.

هغه وویل " پاکستان ته په کار ده چې د هغو تروریستي ډلو په وړاندې چې په افغانستان او سیمه کې تروریستي فعالیتونه کوي، په وړاندې یې اقدام وکړي او پاکستان ته دغه دلایل چې دوی یې وايي دا براأت نشي ورکولی".

د تیرې چهارشنبې د ورځې په ماښام د افغانستان پر امریکايي پوهنتون باندې په حمله کې د اوو محصلینو په ګډون دیارلس تنه ووژل شول او پنځه څلوېښت نور په کې ټپیان شول.

لا تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغه برید مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG