د لاس رسي وړ اتصالات

د سالنګ لویې لارې د نوي تونل د ډیزاین تړون لاسلیک شو


د سالنګ سړک یوازنۍ لویه لاره ده، چې دافغانستان شمالي ولایتونه له کابل سره نښلوي.
د سالنګ سړک یوازنۍ لویه لاره ده، چې دافغانستان شمالي ولایتونه له کابل سره نښلوي.

د سالنګ د لویې لارې د نوي تونل د جوړولو د طرحې او ډیزاین تړون، د شنبې په ورځ د افغانستان د حکومت او د سیمیک په نوم دیو نړیوال استرالیایي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

د افغانستان د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، د دغه نوي تونل د جوړولو د طرحې او ډیزاین لپاره د جاپان هیواد ۳۲ میلیون ډالره مرسته کړې، خو له سیمیک استرالیايي شرکت سره د تړون له مخې، دغه کار د ۱۹.۶ میلیون ډالرو په لګښت تر راتلونکو ۲۶ میاشتو بشپړ کیږي.

د فواید عامې وزیر محمود بلیغ د تړون د لاسلیک کولو پر مهال وویل "هغه لویه ستونزه چې له کلونو راهیسې موږ د افغانستان د جنوب او شمال په ترانزیتي اړیکو کې درلودې، د تل لپاره به لرې شي او په دې سره به زموږ د هیوادوالو د اړیکو او دغه راز، له شمالي ولایتونو او له شمالي هیوادونو څخه د آسیا جنوبي هیوادونو ته د سوداګریزو توکو د لیږدولو په برخه کې زیاتې آسانتیاوې برابرې شي."

د افغانستانستان د فوایدې عامې وزارت وايي، د سالنګ د لویې لارې نوی تونل چې ۱۲ کیلومتر اوږدوالی لري، د جوړولو چارې یې څه د پاسه دوه کاله وروسته پیل کیږي.

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، چې د سالنګ د نوي تونل د تړون په مراسمو کې یې وینا کوله وویل، د سالنګ لاره سوداګریزه او سیمه‌‌ییز ارښت لري.

ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ، چې د سالنګ د دویم تونل د جوړولو لپاره باید دقیقې څیړنې وشي او ویې ویل "د کار دغه برخه د ملي ارزښت ترڅنګ سیمه‌ییز اهمیت هم لري، د سیمه‌ییزو همکاریو له پلوه دا یوه ډیره بنسټیزه پروژه ده."

د افغانستان حکوت تمه لري، چې د سالنګ د نوي تونل د ډیزاین له جوړیدو وروسته به د دغې پروژې د عملي کولو په برخه کې د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان څخه مالي ملاتړ وکړي.

د آسیا پراختیايي بانک رئيس توماس پنیلا په دغو مراسمو کې وویل، د سالنګ لویه لار چې د افغانستان جنوب او شمال سره نښلوي، یوه مهمه پروژه ده او زیاته یې کړه، چې له دې پروژې څخه ملاتړ کوي.

دغه راز، نړیوال بانک شمالي ولایتونو ته د غځیدلو لارو د رغونې لپاره له افغانستان سره د ۲۵۰ میلیون ډالرو مرسته کړې، چې په دغو پیسو د سالنګ د اوسني تونل د بیارغولو سربیره به د بغلان د دوشي او بامیانو ترمنځ ۱۵۲ کیلومتره سړک هم جوړ شي.

په اوس وخت کې د سالنګ سړک یوازنۍ لویه لاره ده چې شمالي ولایتونه له کابل سره نښلوي او هره ورځ شاوخوا ۵۵۰۰ موټر پر دغې لارې تګ راتګ کوي.

د ژمي په موسم کې ځینې وختونه د واورو د ورښتونو له امله د سالنګ لویه لاره بندیږي د افغانستان حکومت تمه لري، چې د دوشي او بامیان ترمنځ سړک به د سالنګ د لویې لارې یوه بدیله لاره وي.

د سالنګ لویه لاره، چې په ۱۹۶۰مه لسیزه کې جوړه شوې، نه یوازې د افغانستان شمالي او جنوبي ولایتونه سره نښلوي، بلکې د جنوبي او منځنۍ آسیا د هیوادونو ترمنځ هم یوه مهمه ترانزیتي لاره ګنل کیږي.

XS
SM
MD
LG