د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د 4G انټرنیت خدمتونو برخې کې پانګونه کوي


اترا وايي په دې اړه به بولي‌ وشي
اترا وايي په دې اړه به بولي‌ وشي

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) وايي چې په دغه هېواد کې به په (4G) انټرنیټ خدمتونو پانګونه وکړي.

د اترا ادارې ویاند وايي په دې اړه به بولي (دعوه طلبي)‌ وشي چې بهرني او کورني پانګه وال به پکې برخه واخلي.

سعید شینواري نن یکشنبه مۍ نهمه (غوايي ۱۹) امریکا غږ ته وویل: "موږ د فورجي خدمتونو وړاندې کولو په هکله اکشنیرز یا داوطلبانو ته پالیسي جوړه کړې. په نږدې راتلوکي کې به بولۍ ترسره شي او له هغه وروسته به مخابراتي شرکتونه دې ته اړ شي چې د فورجي خدمتونه وړاندې کړي."

له بلې خوا د ارګ نه په خپرې شوې اعلامې کې راغلي چې ولسمشر غني او د اترا ادارې پلاوي تېره ورځ د فورجي خدمتونو باندې د پانګونې په اړه بحث کړی.

په اعلامیې کې راغلي دي: "په پیل کې به د کابل په ګډون د افغانستان پنځه ښارونه په ۱۸ میاشتو کې او دویم پړاو کې به ۱۳ نور ولایتونه د دغه خدمتونو پوښښ لاندې راشي."

  • افغانسان کې څه ډول انټرنیټ کارول کیږي؟

که څه هم افغانستان کې اوس مهال مخابراتي شرکتونه د فورجي په نامه د انټریټ خدمتونه وړاندې کوي خو د اترا ادارې د معلوماتو پر بنسټ دغه خدمتونه ریښتنې فورجي نه دي، بلکې تري جي (3G) دي.

په ورستیو دوو کلونو کې افغانستان کې عامو خلکو او یو شمېر مدني ټولنو دغه هېواد کې د انټرنیټي خدمتونو د کمزوري کیفیت او لوړې بیې په اړه نیوکې او اعتراضونه کړي دي.

د اترا ادارې په وینا افغانستان کې په عمومي ډول ۱۲،۲ میلیون وګړي انټرنیټ ته لاسرسی لري.

په دې کې ۲،۵ میلیونه افغانان (2G) خدمتونو ته، شاوخوا ۵،۵ میلیونه (3G) خدمتونو ته، یو میلیون فورجي او پاتې نور یې د (ISB) یا لین لرونکي خدمتونه کاروي.

XS
SM
MD
LG