د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت افغانستان ته د ناټو د نورو سرتیرو د استولو پریکړه ستایلې


د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته د څو زرو نورو اضافي سرتیرو د استولو پریکړه وکړه.
د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته د څو زرو نورو اضافي سرتیرو د استولو پریکړه وکړه.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله افغانستان ته د څو زرو نورو اضافي سرتیرو د استولو په هکله د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو پریکړه ستایلې او د دغو سرتیرو راتګ یې په افغانستانکې د تروریزم پروړاندې د جګړې د سختیدو په معنی ګڼلی دی.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د خپل فیس بوک په رسمي پاڼه د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع د وزیرانو د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې افغانستان ته د څو زرو نوو اضافي سرتیرو د استولو پریکړه ستایلې او ویلي دي چې " د افغانستان خلک او د ملي یووالي حکومت د دغې پریکړې هرکلی کوي".

اجرائیه رئیس په دغه بیان کې ویلي چې د افغانستان د خلکو او حکومت څخه د ملاتړ د دوام په اړه د شمالي اتلانتیک د تړون د غړو هیوادونو د دفاع د وزیرانو د وروستۍ غونډې پریکړې یو ځل بیا د نړیوال تروریزم پر وړاندې د نړیوالې ټولنې اراده وښودله.

ښاغلي عبدالله ویلي " د ځانګړو ځواکونو څخه د ملاتړ ډیریدل، چې د تروریزم سره په جګړه کې یې موثریت ثابت کړی،د هوایي ځواکونو تجهیز، اکمال، چې د هوایي ترانسپورټي ظرفیت د لوړیدو او په جګړه کې به د ځمکنیو ځواکونو د موثریت سبب شي او هم د امنیتي او دفاغي ځواکونو د رهبرۍ د کادرونو روزنه د دې واقعیت څرګندونه کوي، چې په افغانستان کې د تروریزم پر وړاندې جګړه لا سخته کیږي ".

د امریکا متحده ایالاتو او د ناټو غړو هیوادونو د پنجشبنی په ورځ په افغانستان کې په جگړه کی د اوسني حالت د بدلولو لپاره دغه هیواد ته د څو رزرو د نورو اضافي سرتیرو د استولو پریکړه وکړه.

د افغانستان د دفاع وزارت هم وایي، چې د څو زرو نورو اضافي سرتیرو راتګ به په دغه هیواد کې د تروریزم پر وړاندې د جګړې په بریالیتوب او پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو جګړه نه ده، نو ځکه نړیوالې ټولنې ته په کار دي چې په هره بڼه چې کیږي دا جګړه دې پای ته ورسوي.

جنرال وزیري وویل " دا د تروریزم سره جګړه ده، زمونږ خپله جګړه نه ده، پر مونږ تپل شوې جګړه ده، نو داجګړه باید نړیوال ختمه کړي، نړیوال په هرشکل چې پوهیږي باید دا جګړه ختمه کړي او په هغو برخو کې چې ضرورت دی له مونږ سره مرسته وکړي ترڅو دا جګړه ختمه شي. له دغو سرتیرو د استولو ترڅنګ پر استخبارتي کړیو باندې فشار هم راوړل شي، تر څو د دې جګړې د حمایت او د تروریستانو د حمایت څخه لاس واخلي، نو دغه ټولې برخې راونغاړئ معنی داده چې دا د جګړې د ختم لپاره کمک کوي".

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وویل چې نړیوالې ټولنې په ۲۰۱۵ کال کې د افغان هوایي ځواک پر پیاوړتیا او هم د سرحدي ځواکونو او عامه نظم د پولیسو په ځواکونو ډیره پانګونه ونه کړه، چې دې تمه ښيي دا ځل به نړیواله ټولنه د افغان ځواکونو نمیګړتیاړو ته پاملرنه وکړي او د پیاوړتیا لپاره به یې اقدامات وکړي.

په اوس وخت کې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ماموریت په چوکاټ کې تر ۱۳۰۰۰ پورې بهرني سرتیري په دنده بوخت دي، چې نږدې اته نیم زره یې امریکایي سرتیري دي.

XS
SM
MD
LG