د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت پر پاکستان د امریکا د مرستو د بندیدو هرکلی کړی


پاکستان لا تراوسه د امریکا د امنیتي مرستو د بندیدو د اعلان په اړه غبرګون نه دی ښودلی
پاکستان لا تراوسه د امریکا د امنیتي مرستو د بندیدو د اعلان په اړه غبرګون نه دی ښودلی

افغان حکومت پر پاکستان باندې د امریکا د امنیتي مرستو د بندیدلو د پریکړې هرکلی کړی او ویلي دي، چې لا هم تروریستان په پاکستان کې خوندي پناه ځایونه لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي نن د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د پاکستان پرخاوره د تروریستانو د پناه ځایونو شتون څه پټه خبره نه ده.

ښاغلي رحیمي وویل " امریکا چې د پاکستان په اړه کوم اقدام کړی، د کورنیو چارو وزارت او په مجموع کې افغان حکومت د دې هرکلی کوي. مونږ همیشه ویلي دي، چې تروریستان او د تروریستانو ځالې د پاکستان په خاوره کې دي، هلته یې پټنځایونه شته دی او دا یوه ډیره څرګنده موضوع ده دوی له همغه ځای څخه تمویلیږي او تجهیز کیږي".

د امریکا د بهرنو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ پاکستان ته د خپلو ټولو امنیتي مرستو ځنډولو اعلان وکړ.

امریکا وايي دا اقدام یې د دې لپاره کړی، چې پاکستان په خپله خاوره تروریستانو ته پناه ځایونه ورکوي او د هغوي پر وړاندې اقدامات هم نه کوي.

د امریکاد بهرنوچارو د وزارت ویاندې هیدر نوریټ خبریالانو ته ویلي چې د امنیتي مرستو ځنډول به امریکايي چارواکو ته په راتلونکو کلونو کې په دغو مرستو باندې د بیاغور لپاره موقع برابره کړي.

د امریکا حکومت درې ورځې مخکې ویلي و چې پاکستان ته د ٢٥٥ ملینونه ډالرو د مرستو په ځنډولو غور کوي.

پاکستان د امریکا له خوا د امنیتي مرستو د بندیدلو اعلان ته لا تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

خو د دغه هیواد مشرانو په دې وروستیو ورځو کې د جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ د ادارې د چارواکو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی .

پاکستان د امریکا د جمهور رئیس د نوي عیسوي کال د لومړي ټویټرپه ځواب کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه پر پاکستان اچوي.

د بلې خوا په واشنګټن کې د پاکستان سفیر عزیز احمد چودري امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې امریکا او پاکستان ته په کارده چې دا دواړه هیوادونه یو بل سره بوخت پاتې شي او له داسې اقداماتو ډډه وکړي، چې د فاصلو د زیاتیدو سبب ګرځي او له امله یې سیمه بې ثباته کیدلی شي.

ښاغلي چودري ویلي " مونږ باید د تصادم په خوا لاړ نه شو".

د پاکستان سفیر امریکا سره د القاعدې پر وړاندې په جګړه کې د خپل هیواد په رول هم خبرې کړي او ویلي دي چې پاکستان چې امریکا سره څه کړي هغه په کار نه دي چې په پیسو وازرول شي، بلکې پایلو ته یې وکتل شي چې دغو دواړو هیوادونو د ګډې همکارۍ په ترڅ کې ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان که څه هم پر پاکستان باندې د امریکا فشار په افغانستان کې سولې هڅو څخه د ملاتړ لپاره ډیر مهم ګڼي او وايي چې پاکستان د تمې پر خلاف د امریکا ترسخت فشار لاندې راغلی دی.

XS
SM
MD
LG