د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني: امریکا په څرګنده موږ سره ودریدله


افغان حکومت وایي د امریکا د جمهوررئیس نوې ستراتیژۍ د افغانستان او امریکایي چارواکو په سلامشورو جوړه شوې.
افغان حکومت وایي د امریکا د جمهوررئیس نوې ستراتیژۍ د افغانستان او امریکایي چارواکو په سلامشورو جوړه شوې.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د ۲۰۵ اتل قول اردو په قوماندانۍ کې د کندهار او زابل ولایتونو سپین ږیرو، مخورو، قومي مشرانو او د ولایتي شوراګانو استازو یوې غونډې ته په وینا کې د امریکا د جمهور رئیس ډونلډ ټرمپ او نورو سیاسي مشرانو څخه د افغانستان په هکله د نوې ستراتیژۍ اعلان له امله چې جمهوررئیس غني ډیره څرګنده سترایژي یاده کړه مننه وکړه.

جمهوررئیس غني وویل په دې ستراتیژۍ کې په افغانستان کې میشتو امریکایي سرتیرو د شتون لپاره کوم زماني قید و شرط نه دی ایښودل شوی.

جمهوررئيس محمد اشرف غني وویل" امریکا په واضح توګه زمونږ سره ودریدله".

جمهوررئیس غني وویل، چې وسله والو مخالفانو ته یې پیغام دادی چې د سولې بهیر سره یوځای شي او د سولې پیغام ته دې مثبت ځواب ورکړي.

جمهوررئیس غني وویل چې په تیرو څلویښت کلونو کې امریکا پاکستان ته یو ډیر څرګند پیغام ورکړی دی، چې د جمهوررئیس غني پر وینا دا هیواد نور په خپله خاوره کې تروریستانو ته پناه نه شي ورکولی.

جمهوررئیس غني د پاکستان پر ملت غږ وکړ چې خپل حکومت په افغانستان کې سولې هڅو څخه ملاتړ ته وهڅوي او دا ځکه چې د جمهوررئیس محمد اشرف غني پر وینا په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه هم ده.

اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ اعلانول، له افغانانو سره د امریکا د ژمنو هراړخیز تصویب بللی او د امریکا له ولسمشر او امنیتي چارواکو څخه یې مننه کړې ده.

ښاغلي عبدالله چې د سې‌شنبې په ورځ یې په کابل کې له خبریالانو سره خبرې کولې ویل، د دغې ستراتیژۍ له اعلان څخه مخکې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د ټیلیفون له لارې د افغانستان ولسمشر ته، د ټولو هغو مسایلو په اړه چې په نوې ستراتیژۍ کې ورته ځای ورکړل شوی، په تفصیلي توګه معلومات ورکړي دي.

ښاغلي عبدالله افغانستان د امریکا چارواکو وروستیو سفرونو ته په اشارې وویل "په پایله کې دغه پالیسي چې اعلان شوې ده، بنسټیز او عمده ټکي لري، زه باور لرم چې پایله به یې په لنډمهال، منځ‌مهال او اوږدمهال کې دا وي، چې افغان امنیتي ځواکونه په خپلو پښو ودریږي".

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې د امریکا نوې ستراتیژي به په افغانستان کې له تروریزم سره د جګړې معادله د خلکو او افغان امنیتي ځواکونو په ګټه بدله کړي.

جمهوررئیس ټرمپ د نوې پالیسې د اعلان پر وخت وویل چې د افغانستان په هکله په ستراتیژۍ کې غټ بدلون راولي، هغه وویل چې په افغانستان کې به امریکایي عسکر پاتي شي خو د هغوی په کړنلاره کی به بدلون راشي.

جمهوررئیس ټرمپ د خپلې وینا په سر کې د امریکایي چارواکو او له عسکرو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د امریکایي عسکرو قربانیو په وجه دا ممکنه شوه چې امریکایان ازاد ژوند کوي.

ولسمشر ټرمپ وویل" مونږ به د تاریخ نه زده کړه کوو، د افغانستان په پالیسۍ د ژور نظر نه وروسته مونږ دا پرېکړه کړې ده چې په افغانستان کې زمونږ پالیسي به د یوې خاصې مودې پورې تړلې نه وي خو مونږ به د امنیت وضعیت ته گورو."

جمهورئيس ټرمپ وویل چې دا خبره یې وړاندې هم کړې وه او هغه دا ده چې دا بیخې سمه خبره نه ده چې امریکا د عسکرو د تگ او یا د وتلو نیټه وټاکي خو پکار ده امریکا د امنیت د وضعیت په اساس دا ډول پریکړې وکړي.

طالبانو غبرګون

طالبانویو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې د افغانستان په هکله د امریکا د نوې ستراتیژۍ د اعلان په اړه ویلي چې جمهوررئیس ټرمپ بالاخره خپله تګ لاره اعلان کړه او په دغه تګ لاره کې يې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو چې ذبیح الله مجاهداشغالګر سرتیري بللي په شتون ټينګار کړی او افغانستان يې د امریکا لپاره تهدید بللی دی.

د طالبانو دا بیان وایي " داسې ښکاري چې امریکا لاهم نه غواړي خپل اوږده جګړه پای ته ورسوي، هغوی د دې پرځای چې حقائق درک کړي، لا هم خپل زور او ځواک ته مغروره دي".

طالبانو ویلي ترهغو چې یو امریکايي عسکر هم په افغانستان کې شتون ولري دا ډله به دهغوی په وړاندې خپلې مبارزې " جهاد" ته دوام ورکړي.

طالبانو د امریکايي سرتیرو پر وړاندې جګړه خپله دیني وجیبه او هیوادنی مسئولیت ګڼلی دی او ټینګار کړی چې تر وروستي دمه به دا مسئولیت ادا کوي.

طالبانو امریکا ته مشوره ورکړې چې دجګړې د دوام پرځای له افغانستان څخه دخپلو سرتیرو په وتلو فکر وکړي.

پاکستان لا تراوسه د امریکا د جمهوررئیس نننیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG