د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د مسکو په ناسته کې ګډون نه کوي

د افغان حکومت یوه باوري سرچینه وايي چې د دغه حکومت استازي به د جمعې په ورځ ( لړم ۳مه) په مسکو کې د افغانستان په هکله د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د استازو په ګډه مشورتي ناسته کې ګډون ونه کړي.

دغې سرچینې امریکا غږ ته وویل چې دا ناستې د دغو هیوادونو خپلمنځي مشورتي ناستې دي او د افغان حکومت له اړخه په کې څوک برخه نه اخلي.

ټاکل شوې سبا د جمعې په ورځ په مسکو کې د افغانستان د سولې په مسله د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د حکومتونو استازي په یوه مشورتي ناسته کې ګډون وکړي.

تراوسه لا د مسکو د ناستې په اړه ډیر جزئیات رسنیو سره شریک شوي نه دي.

ټاکل شوې په ناسته کې د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد هم برخه واخلي.

ښاغلي خلیلزاد د روانې میاشتې په شلمه د سولې ماموریت بیرته پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې ښاغلی خلیلزاد به د خپل دغه سفر په ترڅ کې له مسکو هم لیدنه وکړي.

هغه له وړاندې د دبیلجیم په پایتخت بروسل کې د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د اروپايي ټولنې له استازو سره په جلا جلا غونډو کې د افغانستان د سولې په مسله خبرې کړي دي.

د ناتو عمومي منشي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې ناتو د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو د بیا پیالیدو ملاتړ کوي.

هغه له طالبانو وغوښتل، چې د سولې میز ته د ستنیدلو پر مهال دې په واقعي ډول په خپل دریځ کې نرمښت راولي.

په مسکو کې دا مشورتې ناسته په داسې حال کې جوړیږي، چې چین د روانې میلادي میاشتې په ۲۹ مه او ۳۰ مه په دغه هیواد کې د بین الافغاني غونډې د جوړیدلو بندوبست کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په دغه غونډه کې به ګډون کوونکي یوازې د خپلو ځانونو استازیتوب وکړي.

طالبانو ویلي، چې په پام کې لري، چې د دغې ډلې د سیاسي چارو د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی به په غونډه کې ګډون وکړي. خو افغان حکومت وايي لا یې د چین بین الافغاني غونډه کې د ګډون پریکړه نه ده کړې.

په کابل کې سرچینې وايي، دغې غونډې ته شاوخوا دیرش افغان سیاسي، ټولنیز او قومي مشران وربلل شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG