د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت او چینایي شرکت د مسو کان په تړون بیا غور کوي


افغان حکومت په ۲۰۰۸ کال کې د لوګر د عینک د مسو د کان تړون د یو چینایي کمپنۍ سره لاسلیک کړی خو تراوسه پرې کار نه دی پیل شوی.
افغان حکومت په ۲۰۰۸ کال کې د لوګر د عینک د مسو د کان تړون د یو چینایي کمپنۍ سره لاسلیک کړی خو تراوسه پرې کار نه دی پیل شوی.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته میرمن نرګس نهان وايي، چې دغه وزارت د " ایم جی اې ایم" چینايي کمپنۍ سره د لوګر د مس عینک د کان په تړون بیا خبرې پیل کړي دي.

میرمن نهان د دوشنبې په ورځ د د وزیرانو شورا اقتصادي فرعي کمېټې غوندې ته، چې مشري یې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله کوله وویل، چې دواړه غاړې هڅه کوي، چې د دې پروژې په مخ کې پراته خنډونه له منځه یوسي.

اجرائیه ریاست د یوې اعلامیې له مخې میرمن نهان د دې پروژې په اړه د معلوماتو پر مهال وویل "د کان په شاوخوا کې د پرتو اوو کلیو د ځمکو استملاک او تصفیه، د تاریخي اثارو لېږد، د چینايي کمپنۍ د شرطونو منل او امنیتي مسایل هغه موارد دي چې دمګړۍ باید د حکومت رهبري یې په اړه پرېکړه وکړي".

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې، د سیمې خلکو او جوړېدونکي ښارګوټي ته د پاکو اوبو برابرول او په دې برخه کې د ټولو اړونده ادارو ترمنځ په همغږۍ د همکارۍ رامنځته کول هم د دې پروژې د کار د پیل په برخه کې مهم وبلل.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ، وویل، چې دی او جمهور رئیس محمد اشرف غني د کانونو او پټرولیم وزارت له کړنو ملاتړ کوي.

هغه له ټولو اړوندو وزارتونو وغوښتل، چې باید له کانونو او پټرولیم وزارت سره دې د دغې پروژې په عملي کیدو کې همکاري وکړي.

د مس عینک په تړون کې حقوقي ستونزې

افغان حکومت د ۲۰۰۸ کال د می په میاشت کې د چین د دوو دولتي کمپنیو د یو ګډ کنسرسیوم سره د ۲.۹ ملیاردو ډالرو په ارښت د لوګر مس عینک د کان تړون لاسلیک کړی وو.

د دغه تړون له مخې دا کان د دیرش کلونو لپاره د "ایم سي سي"کمپنۍ ته په اجاره ورکړل شوی وو، چې پر کان د کار په پنځم کال به له کان څخه خام مس ایستل پیل کیدل.

په دې تړون کې د دغې کمپنۍ له خوا د مزارشریف د حیرتانو او د ننګرهار د تورخم ښارګوتو پورې د اوسپنې د پټلۍ د غځلو او هم د ډبرو له سکرو د ۴۰۰ میګا واټه بریښنا د تاسیساتو جوړول شامل وو.

خو دغه چینايي کنسرسیوم چې اوس یې نوم د "ایم جی اې ایم" ته بدل شوی د ۴۰۰ میګا واټو د بریښنا د تولید د فابریکې د جوړولو ژمنه په دې رد کړه، چې په افغانستان کې د دغې پروژې د عملي کولو لپاره په لویه اندازه د ډبرو سکرو زیرمې نشته دی.

د " ایم جی اې ایم" کمپنۍ په ۲۰۱۳ میلادي کال کې افغان حکومت ته پر دغه تړون د بیا غور وړاندیز کړی وو.

خو تراوسه لا دواړه غاړې پر دغه تړون کومې موافقې ته نه دي رسیدلي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم د وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي امریکا غږ اشنا راډيو ته وویل، چې د دغه وزارت او د چینايي کمپنۍ ترمنځ په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

هغه وویل، چې په لومړۍ برخه کې په تخنیکي او حقوقي مواردو باندې خبرې شوي او په خبرو کې پرمختګونه هم رامنځ ته شوي دي.

ښاغلي مطفي وویل "هغه تاریخي اثار، چې هلته موجود دي، هغه به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا په مصون ډول را ایستل کیږي، مونږ هڅه کوو، چې په ۲۰۱۹ کال کې حقوقي، تخنیکي او اقتصادي مسایل حل کړو ترڅو استحراج ته زمینه برابره شي".

د لوګر د مس عینک کان تړون په افغانستان کې د یو بهرنۍ کمپنۍ سره د افغان حکومت لومړی تړون وو، چې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د حکومت په مهال لاسلیک شو.

خو د تړون د لاسلیک څخه د شاوخوا یوولس کالو د تیریدلو وروسته لا هم د دغه کان سپړل پیل شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG