د لاس رسي وړ اتصالات

حیدر ګیلاني له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو


علي حیدر ګیلاني د پاکستان ته د سپارلو لپاره نن سهار له بګرام هوایي ډګر څخه په یو هلیکوپتر کې د افغانستان دفاع وزارت ته راوړل شو.
علي حیدر ګیلاني د پاکستان ته د سپارلو لپاره نن سهار له بګرام هوایي ډګر څخه په یو هلیکوپتر کې د افغانستان دفاع وزارت ته راوړل شو.

یوې ځانګړې الوتکې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني زوی، علي حیدر ګیلاني، له کابل نه لاهور ته ورسوه. افغان او امریکايي ځواکونه هغه د سه شنبې په ورځ په پکتیکا کې د تښتونکو له منګولو وژغوره.

افغان حکومت هغه رسما د چهارشنبې په ورځ رسما د پاکستان سفارت ته وسپاره.

علي حیدر ګیلاني نن سهار نهه نیمې بجې د بګرام له هوایي ډګرڅخه د افغان پوځ په چورلکه کې د ملي دفاع وزارت انګړ ته چې امریکايي عساکر هم ورسره وو را وړل شو.

د دفاع په وزارت کې لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم ‎، علي حیدر ګیلاني د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته وسپاره او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا هغه په کابل کې د پاکستان سفیر سید ابرار حسین ته وسپاره.

دې غونډې ته علي حیدر ګیلاني په لنډو خبرو کې وویل چې دی د ټولو هغو خلکو څخه او په ځانګړي ډول د افغان حکومت او افغان ملي اردو نه مننه کوي، چې دده د خلاصون لپاره یې هڅې وکړې او وجنګېدل.

علي حیدر ګیلاني وویل " ښاغلي ګیلاني وویل "زه د افغان حکومت او افغان ځواکونو څخه چې زما د خلاصون لپاره وجنګیدل، په رښتیا د افغان حکومت او افغان ځواکونو دهڅو څخه منندوی یم، چې هغوی د یو بل هیواد د اوسیدونکي لپاره قرباني ورکوي، چې دا زمونږ په سیمه کې د سولې لپاره د افغان حکومت د هڅو ښکارویدونه کوي".

د سید یوسف رضاء ګیلاني زوی علي حیدر ګیلاني درې کاله مخکې په ملتان کې د یوې وسله والي ډلې له خوا تښتول شوی وو، هغه د خپل خلاصون وروسته په خبرو کې د پاکستان له پوځیانو هم مننه وکړه او ویې ویل چې د پاکستان د پوځ له خوا د دغه هیواد په قبایلې سیمو کې د عملیاتو له امله د هغه تښتوونکي دې ته اړ شول چې دې له هغه ځایه افغانستان ته راوړي.

علي حیدر ګیلاني په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو هم ده ته د پناه ، خوړو او درملنې د برابرولو له امله مننه وکړه .

بل خوا ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نصیر اندېشه وویل چې تمه لري، داسې همکاري پدې تړاوو لا نورې همکارۍ هم زیاتې کړي.

د ملي اردو لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم وویل چې دوی ته کشفي او استخباراتي معلومات رسېدلي وو، چې د القاعدې او نورو وسله والو مخالفینو د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کۍ مرکز جوړ کړی دی، نو ځکه یې یو خاص عملیات پلان کړل او دا عملیات خاصو قواوو وکړل او د سید یوسف رضاء ګیلاني زوی علي حیدر ګیلاني یې د وسله والو مخالفینو له منګولو خلاص کړ.

په کابل کې د پاکستان سفیر سید ابرار حسین هم د افغانستان له حکومت مننه وکړه، چې د علي حیدر ګیلاني د خلاصون لپاره یې هڅې وکړې.

علي حیدر ګیلاني چې روغتیايي وضعیت یې ښه وو په خوښۍ یې وویل چې غواړي ژر خپلې کورنۍ سره یو ځای شي او خپل عادي ژوند پيل کړي.

د پاکستان د پيپلز پارټۍ د مهم غړي او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر یوسف رضاء ګیلاني زوی علي حیدر ګیلاني چې دېرش کلن دی، د ۲۰۱۳ کال د مۍ په نهمه نېټه په ملتان کې هغه مهال وتښتول شو، چې خپل پلار ته یې ټاکنیز کمپاین کاوه.

افغان حکومت وایي، هغه القاعدې ته وفاداره ډلو تښتولی وو.

XS
SM
MD
LG