د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د انتقال لړۍ پیل شوه


د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي،چې تیره شپه مۍ ۲۰ (ثور ۳۰) د کابل له هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د انتقال لړۍ پیل شوې ده.

د کابل په هوايي ډګر کې د افغان حاجیانو د مخه ښې لپاره په جوړو شوو مراسمو کې د طالبانو د رئیس الوزرا کفیل مولوي عبدالکبیر، دوهم مرستیال مولوي عبدلسلام حنفي او یو شمیر نورو طالب چارواکو ګډون کړی و.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا دوهم مرستیال مولوي حنفي دې غونډې ته وویل، چې سږکال د حج په مراسمو کې به دیرش زره افغانان برخه واخلي.

همداشان د ریاست الوزرا کفیل مولوي عبدالکبیر تلوونکو حاجیانو ته وویل: "تاسو حاجيان په سعودي عربستان کې د افغانستان د خلکو استازيتوب کوئ، نو دغه استازيتوب په ښه ډول سره ترسره کړئ".

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې تیر کال د حج په مراسمو کې له افغانستان څخه ۱۳۵۸۲ حاجیانو ګډون کړی و.

سعودي عربستان د دوو پرله پسې کلنو وروسته د روان میلادي کال ۲۰۲۳ د جنورۍ د میاتشې په سر کې اعلان وکړ، چې سږکال د حج په مراسمو کې د ګډون کوونکو پر ګډون د کرونا وبا د خپریدو له لګول شوي بندیزونه لیري کړي دي.

سعودي عربستان له وړاندې د عمري پر زیارت کوونکو باندې د کرونا وبا د خپریدو له امله لګول شوي بندیزونه لیرې کړي دي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو د وزارت د معلوماتو پراساس سږکال به په هر کس باندې چې حج ته ځي،‌ ۳۹۲۴ ډالر چې ۳۴۰ زره افغانۍ کېږي، لګښت راځي چې په مکه او مدینه کې د اوسېدنې ځایونو، درې وخته ډوډۍ او د ترانسپورټ مصارف هم په کې شامل دي.

مولوي حنفي وویل، چې د حاجیانو د پیسو د مصرف دا اندازه د تیرکال پرتله کمه ده او حتی د ګاونډیو هیوادونو څخه حج ته د تلوونکو حاجیانو د پیسو د مصرف څخه هم دا پیسې کمې دي.

ددغه وزارت د معلوماتو پراساس په سعودي عربستان کې د افغان حاجیانو د لارښوونې لپاره د ۳۴ ولایتونوڅخه د ازادې سیالۍ پروسې له لارې ۶۵۲ ښوونکي ټاکل شوي دي، چې د ۴۵ حاجیانو لپاره به یو ښوونکي توظیف شي.

د تیر ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دا دوهم کال دی، چې د طالبانو حکومت د افغان حاجیانو د لیږد د عملیاتو چارې نتظیموي.

XS
SM
MD
LG