د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: سږکال به ۳۰ زره افغانان حج ته ولاړ شي


د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي،چې ټاکل شوې سږکال به د افغانستان څخه ۳۰ زره افغانان د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي.

د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو د وزارت سرپرست مولوي نورمحمد ثاقب د یکشنبې په ورځ اپریل ۳۰ (ثور۱۰) خبریالانو ته وویل، چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د انتقال لپاره لومړني کارونه پیل شوي دي..

ښاغلي ثاقب وویل: " د زونونو په کچه د حاجیانو د ټولېدنې ځایونه تجهیز او ترمیم شوي دي، دغه راز له کام ایر هوایي شرکت سره د قرارداد تر څنګ، سږکال به له څلور زونونو کابل، هرات، بلخ او کندهار څخه الوتنې ترسره شي."

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې تیر کال د حج په مراسمو کې له افغانستان څخه ۱۳۵۸۲ حاجیانو ګډون کړی و.

سعودي عربستان د دوو پرله پسې کلنو وروسته د روان میلادي کال ۲۰۲۳ د جنورۍ د میاتشې په سر کې اعلان وکړ، چې سږکال د حج په مراسمو کې د ګډون کوونکو پر ګډون د کرونا وبا د خپریدو له لګول شوي بندیزونه لیري کړي دي.

سعودي عربستان له وړاندې د عمري پر زیارت کوونکو باندې د کرونا وبا د خپریدو له امله لګول شوي بندیزونه لیرې کړي دي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو د وزارت د معلوماتو پراساس سږکال به په هر کس باندې چې حج ته ځي،‌ ۳۹۲۴ ډالر چې ۳۴۰ زره افغانۍ کېږي، لګښت راځي چې په مکه او مدینه کې د اوسېدنې ځایونو، درې وخته ډوډۍ او د ترانسپورټ مصارف هم په کې شامل دي.

ددغه وزارت د معلوماتو پراساس ټاکل شوې د حاجیانو لومړنۍ الوتنه به د روان کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه د افغانستان څخه سعودي عربستان ته ترسره شي. مولوي ثاقب وویل، چې په سعودي عربستان کې د افغان حاجیانو د لارښوونې لپاره د ۳۴ ولایتونوڅخه د ازادې سیالۍ پروسې له لارې ۶۵۲ ښوونکي ټاکل شوي دي، چې د ۴۵ حاجیانو لپاره به یو ښوونکي توظیف شي.

د تیر ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دا دوهم کال دی، چې د طالبانو حکومت د افغان حاجیانو د لیږد د عملیاتو چارې نتظیموي.

XS
SM
MD
LG