د لاس رسي وړ اتصالات

د رنځورو ماشومانو درملنې ته ۲۶میلیونه افغانۍ ټولې شوې


د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه وايي دا مهال تر ۷۰۰۰ زیات ماشومان په زړه سوري دي او د ۱۶۰۰ تنو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخامخ دي.
د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه وايي دا مهال تر ۷۰۰۰ زیات ماشومان په زړه سوري دي او د ۱۶۰۰ تنو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

په افغانستان کې په زړه د سوري ماشومانو د درملنې لپاره د پیل شوي کمپاین په یوې اونۍ کې ۲۶ میلیونه افغان مرسته ټوله شوې ده.

د افغانستان په ګوټ ګوټ کې له هېواده د باندې خلکو د لاترۍ څه باندې درې سوه زره ټکټونه پېرېدلي دي چې هم یې ثواب وشي او هم یې خرما.

ولسمشر کرزي هم په سمبولیک ډول د لاټرۍ ټکټ واخست او نور هېوادوال یې هم وهڅول چې په دغه کمپاین کې برخه واخلي.

د لاټرۍ دغه ټکټ ایثار نومیږي، چې د سل افغانیو نه نیولې تر یو میلیون افغانۍ پورې جایزه لري، د یوه ټکټ بیه ۳۵ افغانۍ ده.

د سرې میاشتې د ټولني د پلان او پالیسۍ مشر محمد طیب یوسفزی وايي له دغه لارې څه د پاسه ۲۶ ملیونه افغانۍ تر لاسه شوي .

ده وویل "د یوې هفتي په اوږدو کې په دغه کمپاین کې چې د تېرې شنبې نه شروع او د تېرې شپې تر ۱۲ بجو روان و له ۲۶ ملیونونه یو څه زیاتې پېسې ټولې شوي دي.

له دری لکونه زیات د ایثار او نور خیریه ټکټونه خرڅ شوي دي او د دې تر څنګ ملي شخصیتونو مخابراتي او تجارتي شرکتونو هم مرسته کړی ده. د الکوزي ګروپ په نامه سوداګریز شرکت څه باندې ۱۱ میلیوینه افغانۍ مرسته کړې ده."

د سرې میاشتې د ټولنې مشره فاطیمه ګیلاني وايي راټولې شوې پېسې یوازې د ۶۰ په زړه د سوري ماشومانو د درملنې لپاره کفایت کوي.

د سري میاشتي د پلان مشر وايي په زړه د هر سوري ماشوم درملنه نژدې درې زره ډالره غواړي.

دا مهال تر ۷۰۰۰ زیات ماشومان په زړه سوري او د ۱۶۰۰ تنو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG