د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکټر فیروز د نړۍ د "غوره وزیر" جایزه ترلاسه کړه


د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ته د غوره وزیر جایزه د دوبۍ د حاکم له خوا ورکړل شوه.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ته د غوره وزیر جایزه د دوبۍ د حاکم له خوا ورکړل شوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز ته دا جایزه نن د یکشنبې په ورځ ( سلواغې ۲۱ مه) د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، د متحده عربي اماراتو د صدراعظم او د دوبۍ د حاکم شیخ محمد بن راشد له خوا د نړۍ د حکومتونو د مشرانو په اومه غونډه کې ورکړل شوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي دغې جایزې ته د ۱۳۰ هیوادونو څخه ۴۰۰۰ وزیرانو خپل نومونه لیکي وو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار د خپل ټویټر په پاڼه د دغه خبر د خپرولو پر مهال ویلي " د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز د نړۍ د لوړپوړو چارواکو ادارې او پرایس واټرهاوس کوپرس له خوا د نړې په کچه د ”غوره وزیر جایزه “ د هغه غوره خدمتونو او لاسته راوړنو له امله خپله کړه."

د نړۍ د لوړپوړو چارواکو ادارې او پرایس واټرهاوس کوپرس (World Government Summit and Price Waterhouse Coopers)، اومه غونډه د دوبۍ په ښار کې جوړه شوې وه.

دا دوه ادارې هرکال د غوره وزیر جایزه هغو وزیرانو ته ورکوي، چې د خپلو خلکو د اړتیاو د پوره کولو په برخه کې یې د پام وړ خدمتونه ترسره کړي وي.

ډاکټر فیروزالدین فیروز د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو راهیسې د افغانستان د عامې روغتیا د وزیر په توګه دنده ترسره کوي.

افغانستان کې اوس مهال شاوخوا شپیته فیصده خلک روعتیایي خدمتونو ته لاس رسی لري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د تیر میلادي کال د اپریل په میاشت کې د ۴۰۰ نوو روغتیايي مرکزونو کار پیل کړی، چې د ډاکټر فیروزالدین فیروز پر وینا د دغو نوو مرکزونو په جوړیدو سره به په دغه هیواد کې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاس رسي کچه ۹۰ فیصدو ته لوړه شي.

افغانستان د نړۍ په هغو دریو هیوادونو شامل دی، چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د دغه هیواد د ماشومانو ژوند ګواښوي.

XS
SM
MD
LG