د لاس رسي وړ اتصالات

سولې شورا: طالبانو سره د ازبک چارواکو خبرې د افغانستان په مشوره شوي


طالب وسله والو هم ویلي، چې تیره اونۍ د دغې ډلې د قطر د دفتر رئیس په مشرۍ یو پلاوي ازبکستان ته سفر کړی وو.
طالب وسله والو هم ویلي، چې تیره اونۍ د دغې ډلې د قطر د دفتر رئیس په مشرۍ یو پلاوي ازبکستان ته سفر کړی وو.

د افغانستان د سولې عالي شورا د وسله والو طالبانو او د ازبکستان د چارواکو ترمنځ د تیرې اونۍ د خبرو هرکلی کړی او دا خبرې یې د طالبانو سره د افغان حکومت د مخامخ خبرو د پیل لپاره د زمینې د برابرولو په برخه کې یو قدم ګڼلی دی.

د سولې عالي شورا ویاند سیداحسان طاهري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې افغان حکومت د سولې په اړه د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د رامنځ ته کولو د هڅو پر مهال د ټولو هیوادونو څخه د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره یوه غوښتنه داوه، چې هغوی دې د دغسې خبرو د پیل لپاره منځګړیتوب وکړي.

د سولې د عالي شورا ویاند وویل، چې د وسله والو طالبانو سره د ازبکستان د چارواکو کتنې د افغان حکومت سره د سلامشورو په پایله کې شوي او افغان حکومت یې هرکلی کوي.

ښاغلي طاهري وویل " پرته له شک څخه دا چې نن ازبکستان د طالبانو له استازو سره کوم تماس لري، دا هم د همدغو همکاریو په لړ کې دی، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو بهیر ګړندی کوي او مونږ یې هرکلی کوو".

په برخه کې افغانستان سره ښه همکاري لري او د دې وړاندې، چې د طالبانو پلاوی له ازبکستان څخه لیدنه وکړي دغه هیواد په دې مسله افغان حکومت سره خبرې کړې وې او له افغان حکوت یې " اجازه" غوښتې وه.

د سولې د عالي شورا ویاند دا لیدنې کتنې په قطر کې د طالب وسله والو د سیاسي دفتر له استازو سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې کتنې ته ورته وبللې او ویې ویل، چې افغان حکومت د سولې د بهیر د کړندې کولو لپاره د دغسې کتنو په برخه کې کوه ستونزه نه ویني.

د سولې عالي شورا ویاند په تاشکند کې طالبانو د دفتر د پرانیستلو په اړه په ځینو رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه ناسم وببل او ویې ویل، چې تر هغه وخته، چې طالبان د سولې مخامخ خبرو ته چمتو نه شي، د دغسې کوم دفتر د پرانیستلو اجازه به ورنګړل شي، خو هغه وویل، چې که طالبان مخامخ خبرو ته چمتو شي، نو د خبرو د مصونیت لپاره افغان حکومت په هرځای کې، چې دا ډله وغواړي دفتر د پرانسیتلو پر مسله غور کولی شي.

طالبانو ازبکي چارواکو سره د سولې په اړه خبرې تائید کړي

پخپله وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې د ازبکستان کې د ازبکي چارواکو سره د دغې ډلې د استازو د تیرې اونۍ خبرې تائید کړي او ویلي، دي، چې په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر رئیس په مشرۍ یو پلاوي د سولې او په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو د شتون د مسلو ترڅنګ د اورپټلۍ او بریښنا د اقتصادي پروژې د امنیت د خوندیتوب پر مسلو هم د ازبکستان د لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو ویاند محمد سهیل شاهین رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي، چې په قطر کې د طالبانود سیاسي دفتر د رئیس د شیر محمد عباس ستانکزي تر مشرۍ لاندې یو پلاوي د روانې میلادې میاشتې (اګست) له شپږمې څخه تر لسمې ورځې پورې د ازبکستان د حکومت په بلنه دغه هیواد ته سفر کری وو.

طالبانو په دغه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د ازبکستان د خارجه وزیر عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان د جمهور رئیس د ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره په افغانستان کې ازبکستان له خوا د اوسنیو او راتلونکو اقتصادي پروژو لکه د اورګاډي پټلۍ او د بریښنا د لین په امنیت خبرې کړي دي.

دا اعلامیه وایي " همداشان له افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو او دا چې په افغانستان کې څنګه سوله راتلای شي، په دې اړهد ازبکستان له چارواکو سره نظرونه تبادله شول".

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د شنبې په ورځ په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي، چې د وسله والو طالبانو یو پلاوي، چې مشري یېپه قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رئیس، شیرمحمد عباس ستانکزي کوله، د اګست د میاشتې له اومې څخه تر لسمې پورې ازبکستان ته سفر کړی او د دغه هیواد له یو شمیر چارواکو سره یې د " سولې د بهیر پر شرایطو" خبرې کړي دي.

دا د ۲۰۱۸ کال د مارچ په میاشت کې په تاشکند کې د افغانستان د سولې په اړه د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د کنفرانس د جوړیدو وروسته لومړی ځل دی، چې د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی له ازبکستان څخه لیدنه کوي.

تیره میاشت د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د څو ورځو تم کیدو پر مهال د افغان حکومت د مشرانو سره د خبرو ترڅنګ د یو شمیر سیاسي ډلو د مشرانو او د پخوانیو مجاهدینو د ځینو مشرانو سره هم د افغان حکومت او وسله والو طالبانوترمنځ د سولې د ټینګیدو په اړه سلامشورې کړي وې.

د ازبکي چارواکو او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د استازو ترمنځ دا خبرې وروسته له هغه شوي، چې تیره میاشت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې میرمن الیس ویلز هم په دوحا کې د طالب چارواکو سره د افغانستان پر مسلو خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG