د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ د "اندیښنو لرې کولو" لپاره د باختر خزانه نندارې ته وړاندې کړه


په ارګ کې د باختر خزانې نندارتون
په ارګ کې د باختر خزانې نندارتون

د باختر په خزانه کې موجود لرغوني اثار د جمهوري ریاست په چهارچنار ماڼۍ کې نندارې ته وړاندې شول.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابینې د پریکړې له مخې "د باختر خزانې د اثارو د مصونیت د نشتوالي په اړه د هیوادوالو د اندیښنو لرې کولو په خاطر" دغه نندارتون د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۰ (سلواغې ۲۲) د کابینې او ملي شورا د غړو، مدني فعالانو او رسنیو په شتون کې جوړ شو.

له دې دمخه د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني ویلي وو چې د باختر خزانه د افغانستان په مرکزي بانک کې ساتل مصوونه نده او د نړۍ یو معتبر هیواد ته دې انتقال شي او هلته دې په امانت ډول وساتل شي.

د رحماني ددغو خبرو په غبرګون کې ارګ د هغه څرګندونې "د تاسف وړ"، "غیر مسوولانه" او د افغانستان د "علیا ګټو خلاف" وګڼلې او وویل: "د افغانستان حکومت نه یواځې ددغې تاریخي خزانې د ساتلو مسولیت لري بلکه دغه خزانه یې څو ځلې د افغانستان د تاریخ او هویت د معرفي کولو په خاطر د نړۍ په مشهورو پلازمینو کې نندارې ته وړاندې کړې او د دولت خزانې ته یې له دې لارې د پام وړ عواید ترلاسه کړي دي."

د افغانستان د ملي موزیم رئیس محمد فهیم رحیمي د چهارشنبې د ورځې په نندارتون کې د باختر خزانې د تاریخ په هکله د هغې تاریخي او فرهنګي اهمیت او په مختلفو هیوادونو کې د هغې له نندارې نه ترلاسه شوي عوایدو په هکله لیدونکو ته معلومات وړاندې کړل.

د افغانستان د اطلاعات او فرهنگ وزارت د روان کال په لومړیو کې ویلي وو چې د باختر خزانه د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې له نندارو ۱۳کاله وروسته بیرته هیواد ته انتقال شوې ده.

ددې وزارت د مقاماتو د معلوماتو له مخې په ۱۳هیوادونو کې ددې خزانې د نندارو وروسته څه دپاسه ۳۱۴ میلیون افغانۍ د دولت عوایدو ته ورغلي دي.

دغه خزانه په ۱۹۷۸ کال کې د لرغون پیژندونکو له لورې چې د برونزو د عصر د اثارو په لټه بوخت وو د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار ته نژدې کشف شوه. لرغون پیژندونکو هغه صندوقونو وموندل چې د سروزرو له اثارو ډک وو او لرغونتوب یې د باختر دورې ته رسیده.

XS
SM
MD
LG