د لاس رسي وړ اتصالات

د پوهاند حسن کاکړ په نامه تاریخي بنسټ پرانستل شو


پوهاند کاکړ په ٢٠١٧ کال په کلیفورنیا ایالت کې وفات او په لغمان ولایت کې خاورو ته وسپارل شو
پوهاند کاکړ په ٢٠١٧ کال په کلیفورنیا ایالت کې وفات او په لغمان ولایت کې خاورو ته وسپارل شو

د افغانستان د تاریخ پوهانو د آثار د تنظیم او بیا چاپولو او په ملي ژبو د نړۍ د مهمو تاریخي آثارو د ژباړې په موخه د افغان مورخ او څیړونکي محمد حسن کاکړ په نوم تاریخي بنسټ جوړ شو.

د محمد حسن کاکړ تاریخي بنسټ نن د شنبې په ورځ (جنورۍ ٥) د جمهور رئیس محمداشرف غني او د ښاغلي کاکړ د بنسټ د مسولینو له خوا په ځانګړو مراسمو کې پرانیستل شو.

جمهور رئیس غني په دغو مراسمو کې وویل، د افغانستان د ثبات او سوکالۍ لپاره د دغه هیواد لرغوني تاریخ ته پاملرنه ضروري ده. ښاغلي غني زیاته کړه چې افغانستان په ماضي کې د اسیا فرهنګي، سیاسي او اقتصادي څلورلارې وه او دا موقعیت باید یو ځل بیا تر لاسه کړي.

ښاغلي غني د ښې راتلونکې لپاره د تاریخ پر پوهیدو ټینګار وکړ او وویل پر راتلونکې باندې په باور سره باید له اوس نه اعظمي استفاده وشي.

جمهور رئیس غني غونډې ته د وینا پر وخت
جمهور رئیس غني غونډې ته د وینا پر وخت

ښاغلي غني وویل "مشهور قول دی، هغه خلک چې تاریخ نه زده کوي، تاریخ تکراروي. د کاکړ بنسټ او پوهانو، خصوصا ځوانو محصلانو هدف باید دا وي چې د تاریخ د تکرارولو مخه ونیسي. د ښې آیندې د لرلو او د ترخو پیښو د تکرار د مخنیوي لپاره پکار ده چې په خپل تاریخ باندې پوه شو".

جمهور رئیس غني محمد حسن کاکړ د نوې میتودولوژي په اساس د افغانستان د تاریخ لیکنې بنسټګر وباله او زیاته یې کړه، چې ښاغلي کاکړ په پښتو ژبه کې د تاریخي ـ علمي مفاهیمو په رامنځ ته کولو کې ځانګړې ونډه لري.

د کاکړ تاریخي بنسټ مسولین وايي، "په داسې یو وخت کې چې د افغانستان دښمنان د افغانانو د تاریخ د مسخې او له منځه وړلو هڅې کوي د دغه تاریخي بنسټ جوړولو ته جدي اړتیا وه."

شاعر او لیکوال عبدالغفور لیوال په دغو مراسمو کې وویل، چې د کاکړ په تاریخي بنسټ کې به د افغانستان د تاریخ پوهانو د آثارو د تنظیم او بیا چاپولو سربیره په ملي ژبو د افغانستان په اړه د نړۍ د مهمو کتابونو ژباړې هم وشي.

ښاغلي لیوال زیاته کړه "د بنسټ یوه هڅه به دا وي، چې د تاریخ لیکنې او تاریخ پوهنې په اړه هغه اکاډمیک دقت او ریښتینوالی چې پوهاند کاکړ په خپلو لیکنو کې په پام کې ساته لا پسې پیاوړې کړي او په څیړنه کې د معتبرو سرچینو ناپلوۍ او ریښتینولۍ ته پام وساتي".

پوهاند محمد حسن کاکړ په ۱۹۲۹ عیسوي کال کې د لغمان ولایت د الیشنګ په ولسوالۍ کې زیږیدلی و او په ٢٠١٧ کال د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې وفات او په لغمان ولایت کې خاورو ته وسپارل شو .

ښاغلي کاکړ په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د افغانستان د معاصر تاریخ په اړه زیات شمیر کتابونه او مقالې لیکلي دي.

XS
SM
MD
LG