د لاس رسي وړ اتصالات

۶۲۰زره افغانان ژمنیو مرستو ته اړتیا لري ـ راپور


په افغانستان کې د ملګرو متلونو کمېشنري وايي، په افغانستان کې ۶۲۰ زره کسان ژمنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان وايي، افغان حکومت او بشري سازمانونه دا توان لري چې په روان ژمې کې یوازې له ۴۲۰ زره اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ د دوشنبې په ورځ د «مرغومې پردریمه» په دې اړه خپل راپور کې ویلي چې په ژمې کې۱۵۰ زره کسانو ته د مرستو رسولو لړۍ پیل شوې ده.

دغه سازمان ټینګار کړی چې دوی به د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو له وزارت سره یوازې هغو خلکو ته لومړیتوب ورکړي چې په ۳۴ ولایتونو کې له لوړ خطر سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کمېشنر فتحیه عبدالله ویلي:"په داسې حال کې چې د بېځایه شویو د ستونزو د هواري لپاره دایمي حل لټول کېږي، د هرې اړمنې کورنۍ لپاره ۲۰۰ امریکايي ډالر په نظر کې نیول شوي، مرسته کېږي، تر څو نسبتاً ګرم ژمی تېر کړي. "

د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ همدارنګه ویلي چې ټاکل شوې یوازې په کابل کې له شااوخوا ۳۰زره تنو سره ژمنۍ مرستې وشي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۸ کال کې تر ۳ میلیونو زیات افغانان د وسله والو نښتو له امله له خپلو سیمو بېځایه شوي چې دا مهال په سختو حالاتو کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG