د لاس رسي وړ اتصالات

اته میلیونه افغانان بې ځایه او مهاجر دي- ملګري ملتونه


ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د کډوالو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي
ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د کډوالو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي

د ملګرو ملتونو عالي‌ کمېشنر وايي‌ چې جنګ جګړو، بې وزلي، بې کاري‌ او مخ پر ډېرېدونکې وچکالۍ شاوخوا اته میلیونه افغانان بېځایه او کډوال کړيدي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګرانډي تازه افغانسان سفر ته تللی و. ښاغلي فلیپو پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې د دغې ستونزې د مخنیوي لپاره ژر تر ژره کار وکړي.

هغه وویل چې د اټکل له مخې نژدې اته ملیونه افغانان په ملک دننه او د ملک باندې بې ځایه او کډوال دي، په دوی کې په ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ په نورو هېوادونو کې افغان پناه غوښتونکي او مهاجر شامل دي.

نوموړي چې یې په اسلام اباد کې د ستراتېژیکو مطالعاتو په مرکز کې خبرې کولې وویل چې په افغانستان کې نا امنیو او جنګ جګړو ډېر خلک د خپل راتلونکې په اړه مایوسه کړي‌ دي‌.

افغان حکومت داسې کره شمېره نلري چې د وچکالیو او جنګ جګړو له کبله څومره افغانان په کور دننه بې ځایه شوي‌ دي.

دا مهال شاوخوا درې میلیونه افغانان په ایران کې ژوند کوي چې یو میلیون یې ثبت او راجستر دي. نوموړي وویل چې په ایران کې د افغان کډوالو د ژوند شرایط هم ښه نه دي.

پر دې سربېره په پاکستان کې هم څه باندې دوه میلیونه راجستر او ناراجستر افغانان ژوند کوي. د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو د مېشتولو په برخه کې د افغان حکومت تګلاره هم کمزورې وبلله. افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو لپاره تر ټولو لویې ستونزې سرپنا، تعلیم، د څښاک پاکو اوبو او د کاري زمینو نشتوالی او کموالی بلل کیږي.

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په دغو برخو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG