د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: له پاکستان نه سلګونه افغانان شړل شوي


د مهاجرت نړیوال سازمان وايي شاوخوا ۱۵۰۰ افغان کډوال په جنورۍ میاشت کې له پاکستان څخه شړل شوي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان وايي شاوخوا ۱۵۰۰ افغان کډوال په جنورۍ میاشت کې له پاکستان څخه شړل شوي دي.

په افغانستان کې د مهاجرت نړیوال سازمان وايي چې د ډسمبر په میاشت کې د طالبانو له خوا پر یو ښوونځي له برید ورسته په زرګونو افغان کورنۍ له پاکستان نه د تېښتې په حال کې دي.

په افغانستان کې د مهاجرت نړیوال سازمان د ماموریت مشر ریچرډ ډینزینګر وویل، د جنورۍ په میاشت کې له ۲۲۰۰۰ نه زیات بې اسناده افغانان د تورخم په پوله راغونډ شوي وو چې دا شمېر د ټول ۲۰۱۴م کال له دوه چنده کسانو سره برابر دی.

شاوخوا ۱۵۰۰ نور یې په همدې میاشت کې له پاکستان څخه شړل شوي دي دا شمېر د ډسمبر د میاشتې په پرتله دوچنده دی.

هغه وویل "دا ټول کار په ډسمبر کې په پېښور کې د ښوونځي په برید سره پیل شو. کله چي یوه ناوړه پېښه کیږي خلک یې له بهرنیانونه بولي."

د طالبانو جنګیاليو د ډسمبرپه میاشت کې په پېښور کې پر یو ښوونځي برید وکړ چې په نتیجه کې یې له ۱۳۰ کسانو نه زیات کسان ووژل شول او پاکستان یې دې ته وهڅوه چې د افغانستان له پولې سره دیاغیانو د پټنځایونو پر خلاف عملیات چټک کړي.

که څه هم له دې برید نه وروسته د افغانستان او پاکستان د پوځونو ترمنځ همکاري هم ښه شوې ده او په افغانستان کې د مشکوکو کسانو د نیول کېدو سبب شوې ده، خو د مهاجرت د نړیوال سازمان او نورو چارواکو په وینا، دې پیښې پرهغو افغانانو ناوړه اغیزه کړې ده چې په پاکستان کې ژوند کوي.

ډینزینګر وویل چې د مهاجرینو زیاتره کورنۍ څو لسېزې پخوا په پاکستان کې آبادې شوې دي او له ستنېدو نه وروسته کوم ځای نلري. هغه وویل چې د زرګونو مهاجرینو راتلنې د افغانستان په محدودو امکاناتو فشار اچولی دی او یواځې لس سلنه کسانو مرسته ترلاسه کړې ده او د مهاجرت نړیوال سازمان له دې حالت سره د مقابلې لپاره د ۲۰۱۵ م کال لپاره نورو یواعشاریه شپږ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده تسنیم اسلم وايي چې په پاکستان کې داسې ځایونه شته چې هلته نا ثبت شوي افغان مهاجرین اوسیږي او د ترهګرۍ د پټنځایو په توګه ورنه استفاده کیږي.

مېرمن اسلم وویل "مونږ یو اعشاریه شپږ میلیون افغان مهاجرین لرو. مونږ د افغانستان له حکومت او د ملګرو ملتونو د مهاجرینو له عالي کمیشنرۍ سره یوه درې اړخیزه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې به یې دغه مهاجرین تر ۲۰۱۵ کال ډسمبر پورې افغانستان ته ستانه شي. مونږ غواړو چې د افغان حکومت او دغه کمیشنري به د اففان مهاجرینو د بېرته ستنېدو لپاره شرایط برابر کړي. د ولسمشر غني دا خبره مونږ هڅوي چې ګني هغه د افغان مهاجرینو ستنېدو ته تر ټولو زیات لومړیتوب ورکوي. او مونږ هیله لرو چې د هغوی د زر ورستنول لپاره زمینه برابریږي."

هغې وویل چې پاکستان په درنښت او پخپله خوښه د مهاجرینو ستنېدل غواړي" د یو اعشاریه شپږ میلیون مهاجرو نه علاوه، داسې اټکل کیږي چې له دې شمېر سره برابر نا ثبت شوي مهاجرین هم پاکستان کې مېشت دي. که یو څوک راجستر نه وي، دا په دې معنی ده چې هغه په پاکستان کې ناقانونه بهرنی دی. نو څرنګه چې دوی په داسې یو حالت کې ژوند کوي، ترهګر د هغوی له دې حالت نه ناوړه ګټه اخلي، ځکه چې دوی پولیس ته د خپل موجودیت په هکله خبر نشي ورکولی. نو مونږ باید اقدام وکړو. داسې نښانې شته چې داسې ځایونو شته چې ترهګر ترینه استفاده کوي، او مونږ باید د هغوی په هکله اجراات وکړو. او دا طبیعي ده چې مونږ د افغانستان له حکومت سره ددې په هکله خبرې کوو او زه فکر کوم چې دا کار کومه مسله نه پېښوي."

د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ په غوښتنه، د پاکستان حکومت د افغان مهاجرینو د راجستر د ثبوت یا پي او آر کارتونو موده تر ۲۰۱۵کال پورې وغزوله. پداسې حال کې چې د کمېدونکو مالي منابعو له امله د مهاجرینو موجودیت ته د پاکستان په اقتصاد د یو بار په توګه کتل کیږي، په پاکستان کې د جرمونو او افراطي فعالیتونو زیاتوالی زیاته په دوی پورې تړل کیږي.

XS
SM
MD
LG