په افغانستان کې د مهاجرت نړیوال سازمان وايي په پېښور کې پر یو ښوونځي د طالبانو له برید ورسته ګڼ افغان کډوال د پاکستان نه تېښتیدلي دي.
بل اړخ ته د پښتونخوا حکومت وایي چې دوی په پاکستان کې د مېشتو ناثبت شویو افغان کډوالو د ستنولو په اړه له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي دي.
په پیښور کې د پولیسو مشر اعجاز خان وایي د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دوی یوازې هغه افغان مهاجر له پاکستان نه شړلي دي چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نلرل.