د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا ته په لار مړه شوي افغانان کابل ته ورسول شول


افغان چارواکي وايي، ټاکل شوې چې د ځینو نورو هغو افغانانو مړي هم کابل ته انتقال کړل شي، چې اروپا ته په لاره کې مړه شوي.
افغان چارواکي وايي، ټاکل شوې چې د ځینو نورو هغو افغانانو مړي هم کابل ته انتقال کړل شي، چې اروپا ته په لاره کې مړه شوي.

د کابل د حامد کرزي هوايي ډګر مسئولین وايي، نن سهار د ۲۰ افغان پناه غوښتونکو مړي له ترکیې څخه کابل ته لیږدول شوي او د یو شمیر نورو پناه غوښتونکو جسدونه چې دا مهال په ترکیې کې دي، ژر به کابل ته ولیږدول شي.

د دغه هوايي ډګر قومندان جنرال حق‌نواز حقیار امریکا غږ ته وویل د قربانیانو زیات شمیر ښځې او ماشومان دي.

هغه وویل "دوه پروازه نن راغلل، په مجموع کې په دواړو پروازونو کې ۲۰ جنازې کابل ته رالیږدول شوي دي، چې شپږ په کې ماشومان وو، اته ښځې وې او نور نارینه وو."

جنرال حقیار وویل، په دغو جنازو کې د مور، پلار او اولادونو په ګډون د یوې کورنۍ لس غړي شامل دي.

د ښاغلي حقیار پر وینا د شلو پناه غوښتونکو جسدونه یې نن سهار په هوايي ډګر کې د هغوی د کورنیو غړو ته سپارلي دي.

اروپا ته د رسیدو په سفر کې د وژل شوو افغان پناه غوښتونکو کورنۍ وايي، د دوی د کورنیو غړو هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې د تیرې دوشنبې په شپه د ترکیې او یونان په اوبو کې د هغوی لیږدونکې بیړۍ په اوبو کې ډوبه شوه.

د قُربانیانو د کورنیو غړو، چې د خپلو عزیزانو جنازې یې په امبولانسونو کې کورونو ته لیږدولې امریکا غږ ته وویل، دغو کسانو د افغان حکومت د ناغیړۍ له امله او په اروپا کې هوسا ژوند ته د رسیدو په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

همایون یو له هغو کسانو دی چې نن یې د خپلې کورنۍ د څلورو غړو جنازې په هوايي ډګر کې ترلاسه کړې.

هغه وویل "زما د کورنۍ څلور غړي دي، دوه انجونې دي، یو اتلس کلن هلک دی او مور یې ده، پلار یې او یو لس کلن زوی یې ژوندی پاتې دی، په ترمینل کې دي او راځي، یو دوه کلن ماشوم یې لا تر اوسه نه دی موندل شوی."

غلام صدیق بل کس دی، چې په دې پېښه کې یې د کورنۍ دوه غړي له لاسه ورکړي.

غلام صدیق وویل "له افغانستان څخه د دوی د تللو اصلي لامل بې‌کاري او ناامني وو، دوی به ویل که په افغانستان کې واوسو نو یوه ورځ به په چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې ووژل شو نو ځکه لاړل چې آرامه ژوند ولري."

د قُربانیانو د کورنیو غړو، افغان حکومت په دې تورن کړ، چې د افغانستان اوسیدونکو ته د هوسا ژوند په برابرولو کې پاتې راغلی دی.

د دغو قربانیانو مړي نن په کابل کې خاورو ته وسپارل شول.

اروپا ته د افغانانو د ناقانونه کډوالۍ له پیل راهیسې، دا لومړی ځل دی چې د شلو پناه غوښتونکو جنازې په یو وار کابل ته لیږدول کیږي.

له حکومت نه غوښتنه

له بلې خوا د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سید حُسین عالمي بخلي نن خبریالانو ته وویل، په ۱۳۹۴ کال کې ۲۵۰زره افغانانو په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې، چې له دې شمیرې ۱۵۴زره کسان یوازې په جرمني کې میشت دي.

که څه هم ښاغلي بلخي په روان کال کې اروپا ته د ناقانونه کډوالۍ په لار کې د وژل شوو افغانانو شمېره په ډاګه نه کړه خو وې ویل، چې په وار وار یې له افغانانو څخه غوښتي چې له خطرناکو لارو په قاچاقي توګه اروپا ته سفر ونکړي.

ښاغلي بلخي وویل "په خواشینۍ سره خلک دغو خبرو ته زیات پام نه کوي، ان په دې افرادو کې ځینې داسې کسان هم شته، چې هیڅ ډول ستونزه یې نه درلوده او ځانونه یې په خطر کې اچولي او نن یې موږ د جنازو شاهدان یو، موږ هیله مند یو چې لومړی دوی د دغو لارو خطراناکې پایلې وڅیړلي او بیا تصمیم ونیسي."

ښاغلي بلخي زیاته کړه، سره له دې چې په افغانستان کې امنیتي او اقتصادي ستونزې شته خو ښه به دا وي چې په خطرناکو لارو اروپا ته د تګ پر ځای افغانان په خپل هیواد کې پاتې شي.

د روان کال د حوت میاشتې له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۴۰ جنازې له ترکیې څخه کابل ته لیږدول شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو وزارت د ارقامو له مخې، په ۲۰۱۵ کال کې ۳۰زره کسانو اروپا ته د ناقانونه کډوالۍ پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې په کې ۱۲ سلنه افغانان هم شامل وو.

XS
SM
MD
LG