د لاس رسي وړ اتصالات

عدنان سمیع د نوروز په مناسبت په پښتو او دري سندرې ویلي دي


عدنان سمیع: زیات افغانان راته "زوم"وايی
عدنان سمیع: زیات افغانان راته "زوم"وايی

په خټه افغان هندي سندرغاړي عدنان سمیع د "​نوروز"​ لپاره په پښتو او دري سندرې ویلي دي.

وتلي سندرغاړي عدنان سمیع د پنجشنبه په ورځ د (مارچ ۱۹) د امریکا غږ له خبریال وحید فیضي سره د سکایپ له لارې په مرکه کې وویل په اصل کې د هرات ولایت دی او دا یې په زړه کې وه چې په پښتو او دري سندره ووايي.

د نوروز په اړه د عدنان سمیع نوې سندرې به د (مارچ ۲۰) نیټه خپره شي.

عدنان سمیع چې اوس په هند کې اوسیږي امریکا غږ ته وویل چې د پلار لخوا څلور پښته مې افغانان دي، نیکه په افغانستان کې د څلورو ولایتونو والي وو، او غور نیکه يې د غازي امان الله د تره زوی دی.

عدنان وايي: "موږ له افغانستان سره ډیر ژورې اړیکې لرو. هرکله به مې پلار راته ویل چې په پښتو او دري هم سندرې ووایم، او دا مې په فکر کې وه چې سندره ووایم او اوس یې وخت وو چې دا کار مې وکړ."

عدنان سمیع وايي لږ پښتو پوهیږي میرمن یې رویا د افغانستان ده او زیات افغانان ورته زوم وايي.

د امریکا غږ له خبریال وحید فیضي سره د عدنان سمیع بشپړه مرکه دلته وګورئ:

عدنان سمیع سره د امریکاغږ ځانګړې مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:13 0:00

XS
SM
MD
LG