د لاس رسي وړ اتصالات

دهندوستان او استونیا د بهرنیو چارو وزیران کابل ته په رسمي سفر راغلي دي


د هند د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی اس ام کرشنا
د هند د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی اس ام کرشنا

ددغی لیدنی په ترڅ کی دواړو وزیرانو د افغان ولسمشر د مرستیالانو سره لیدنه وکړه او همدارنګه یې د افغانستان سره په بیلا بیلو برخو کی د مرستو ژمنې وکړلې

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی اس .ام. کریشنا د یوی رسمی لیدنی لپآره نن کابل ته راورسید . ښاغلی کریشنا به په دی سفر کی د افغانستان لوړ پوړو چارواکو سره لیدنه کوی چه د همدغو لیدنو کتنو په ترڅ کی یی نن د ولسمشر کرزی د لومړی مرستیال ښاغلی کریم خلیلی او دوهم مرستیال مارشال ښاغلی قسیم فهیم سره لیدنه وکړه .

ټآکل شوی ده دواړه وزیران به د افغان ولسمشر حامد کرزی سره هم لیدنه وکړی

د یو بل خبر پر اساس د استونیا جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی اورماس پيت هم نن ددی هیواد نه د لیدو او د دولتی لوړ پوړو چارواکو سره د لیدنی لپاره نن کابل ته راورسید .

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپری شوی اعلامیی کی راغلی چه دواړه وزیران به په افغانستان کی د خپلو هیوادونو پر نویو آقتصادی پروږو خبری کوی او ورسره به د استونیا دبهرنیو چارو وزیر په افغانستان کی د خپل هیواد د سرتیرو سره هم لیدنه کوی

.

دواړه هیوادونه به د افغان چارواکو سره د سیمی پر حالاتو ،د افغانستان او نوموړو هیوادونو تر منخ پر روابطو او افغانستان سره اقتصادی مرستو باندی خبری کوی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټرظا هر فقیری وایی چې هندوستان به په نږدې راتلونکې کې په افغانستان کی ودانیزې پروژی پلی کوی او ددی پروژو په ترڅ کی به ۱/۳ ملیارده ډآلره د کورونو په جوړونی او لارو په بیا رغاونی باندی لګوی

د استونیا هیواد په ۲۰۰۷ کال کی د لښکر ګاه ښار روغتون د تجهیز او براختیا او ورسره د افغان پولیسو او ملی اردو د روزنی په برخه کی هم مرستی کړی وی او همدا رنګه د روغتیا ،ښونی او روزنی ، بیا رغاونی او بنسټیزو پروږو په جوړولو کی د هندوستان مرستی د یادولو وړ دی

دواړه هیوادونه د افغانستان سره پخوانۍ ښې اړیکې لري

XS
SM
MD
LG