د لاس رسي وړ اتصالات

د کورنیو چارو وزارت نوی معین: ډالۍ مه راوړئ، دعا وکړئ


د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین عبدالصبور قانع
د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین عبدالصبور قانع

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین چې تازه گمارل شوی نن د جنورۍ په ٢٠ (مرغومي ٣٠) له خپلو "دوستانو او همکارانو" غوښتي چې ورته د تحفو له ورکولو ډډه وکړي.

په هغه اعلامیه کې چې د کورنیو چارو د وزارت له خوا خپره شوې عبدالصبور قانع همداشان ویلي چې: "د دوستانو له نیکو احساساتو او مخلصانه مبارکیو" نه مننه کوي او د هغوی نه غواړي چې د مبارکۍ لپاره دې ورته دفتر نه ورځي.

اعلامیه د ښاغلي قانع هغه خبره راخیستې چې دوستانو او همکارانو ته یې کړې ده: "د مبارکۍ ویلو او ډالیو او نورو راوړلو څخه ډډه وکړئ او هیله من یم چې د ډالیو پر ځای په وظیفه د بریالیتوب دعا راته وکړئ."

ښاغلی قانع د خوشحال سادات، پر ځای د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لوړپوړی معین ټاکل شوی دی.

ددې مقام نه د ښاغلي سادات تبدیلۍ د ټولنیزو رسنیو د کارونکو ترمنځ مختلف غبرگونونه درلودل، یو شمیر یې پدې اړه د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني پر تصمیم انقاد کړی دی.

خو ښاغلي سادات په پخل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د جمهور رئیس دغه تصمیم ته "درناوی" لري.

XS
SM
MD
LG